د لېبيا قبايلي جگړو کې ٧٠ کسان وژل شوي

لېبيا د انځور حقوق Reuters
Image caption لېبيايي چارواکي وايي چې په نښتو کې تر ١٥٠ ډير نور کسان ټپيان شوي دي

يوه جيگپوړي ليبيايي چارواکي ويلي په جنوب کې د صبها د صحرايي ښار په شاوخوا کې ٧٠ کسان وژل شوي او ١٥٠تنه نور ژوبل شوي دي.

د لومړي وزير رسمي وياند ناصر المنا وويل ١٥٠٠ حکومتي عسکر سيمې ته استول شوي دي او د قبايلي مشرانو له لوري د منځگړتوب هڅې روانې دي.

دا ډيره گرانه ده چې د صبها د ليري صحرايي ښار په شاوخوا کې د قبايلي جگړو رښتينى انځور ورکړ شي.

خو دا د دې ښکارندويي کوي چې لېبيا له انقلاب نه وروسته تر ټولو سخت تاوتريخوالي سره مخامخ ده.

د رپوټونو له مخې دغه نښتې هغه مهال پيل شوي چې د توبو قبيلي مشرانو سيمه ييزو چارواکوته د هغه سړي له سپارلو ډډه وکړه چې د يوې سيالې ډلې د يوۀ غړي پر وژلو تورن دى.

اوښتې مرگ ژوبله د لېبيا د نوي حکومت له ځواکونو سره د سختو جگړو څرگندويي کوي خو ممکنه نه ده چې پخلى يې وشي.

د لېبيا په جنوب کې ځينې افريقايي قبايل فکر کوي چې د لېبيا په شمال کې د ساحلي ښارونو د عربانو په څير ورسره برابر چلن نه کيږي.

داسې انگيرل کيږي چې همدا عربان پر لېبيايي حکومت او پوځ واکمن دي.

د توبو قبيلي مشرانو په تيرو وختونو کې له لېبيا نه جلا کيدل غوښتل. نور لېبيايان بيا د توبو قبيله پر دې تورنوي چې د هيواد د صحراوو له لارې شمالي بندر ته د ناقانونه کډوالو په قاچاقو کې ښکيله ده.

همدغه بندر اروپا ته د تلو دروازه هم بلل کيږي.

د شک او تاوتريخوالي په دا ډول يو حالت کې د نظم او ثبات راوستل به د لېبيا د نوي حکومت لپاره يوه سخته ازموينه وي

ورته مطالب