افغانستان کې د رشوت پر اخيستو، امريکايي په بند محکوم شو

امريکا
Image caption امريکايي چارواکى له دندې گوښه او په شل مياشتني قيد محکوم شو

د امريکا د دفاع وزارت يو پخوانى چارواکى په افغانستان کې د رشوت اخيستو په جرم په خپل هيواد کې پر يو کال او اتو مياشتو بند محکوم شو.

٤٠ کلن ډيسي ډينډر واډ د امريکا د جورجيا ايالت اوسېدونکى دى ،تېر کال په اګست مياشت کې له افغانستان څخه له راستنېدو وروسته په اټلانټا هوايي ډګر کې نيول شوى و.

دى په يوه نړيوال کنفرانس کې د ګډون لپاره افغانستان ته تللى و.

امريکايي چاواکي وايي ډينډر واډ د يوه افغاني شرکت له مسوولينو څخه د يوې پروژې ترلاسه کولو لپاره د نژدې ١٠٠ زره امريکايي ډالرو د رشوت وړانديز منلى و.

امريکايي څارنوالان وايي افغاني شرکت په تېر ژمي کې په کابل کې امريکايي چارواکو ته د دې رشوت اخستنو په اړه معلومات ورکړل.

څارنوال وايي دغه پخواني چارواکي په خوا هم څلور زره ډالر رشوت اخيستى و.

له څېړنو وروسته واډ د رشوت په اخيستو تورن بلل شوى و او د ٢٠١١ ميلادي کال په دسمبر کې له خپلې دندې ګوښه شو.

اوس د امريکا د جورجيا ايالت يوې محکمې د جرم له ثابتېدو وروسته نوموړى په يو کال او اتو مياشتو بند محکوم کړى دى.

لويديځ په افغانستان کې له اداري فساده ډير سرټکوي او افغان چارواکي هم وايي چې ځينې لويديځ مامورين په فساد کې لاس لري.

په افغانستان کې دننه خلک وايي چې په فساد کې ښکېل افغان چارواکي نه محاکمه کيږي او پر تورنو کسانو سترگې پټيږي.

ورته مطالب