فرانسې ٢٠ کسه اسلام پالي نيولي دي

فرانسه د انځور حقوق AFP
Image caption د محمد مراج له خوا وژنو فرانسه هيښه کړې وه

د فرانسې پوليسو د تولوز ښار په گډون په بيلا بيلو ځايونوکې گڼ شمير د شک وړ اسلامپالي نيولي دي، دا نيونې تر هغه وروسته کيږي چې محمد مراج اووه کسه ووژل.

د فرانسې پوليسو د تولوز ښار په گډون ٢٠ کسه د شک وړ اسلام پالي نيولي دي.

د تولوز په ښار کې د محمد مراح په نامۀ کس د ماشومانو په گډون اووه کسه ووژل او وروسته له پوليسو سره په نښته کې ووژل شو.

پلټونکي لا هم په هغه کس پسې گرځي چې محمد مراح ته يې د ياماها موټرسايکل ورکړى و چې دى پرې د وژنو پر وخت سپور و.

د پنجشنبه په ورځ پوليسو يو موټر ونيو چې د هغه موټرسايکل ځينې برخې يې په منځ کې وې.

د بي بي سي کريستين فريزر له پاريسه په خپل رپوټ کې ليکي:

په تولوز او نانت ښارونو کې سپېده چاود مهال د پوليسو چاپې د هغو پلټنو برخه ده چې غواړي د محمد مراح هغه ملگرى ومومي چې تر بريد وړاندې له دۀ او د دۀ له ورور سره ليدل شوى و.

دغه عمليات د استخباراتو ځايي ادارې د ځانگړو پوليس کوماندو په مرسته ترسره کړي دي.

محمد مراح له يوۀ سلفي گروپ سره تړاو لارۀ، همدغه ډله په نانت ښار کې تر هغو فعاله وه چې د فرانسې د کورنيو چارو وزير د لومړنيو پلټنو په ترڅ کې پرې بنديز ولگاوۀ.

د محمد مراح ورور عبدالقادر پوليسو ته وويل کله چې دۀ د خپل ورور لپاره ياماها موټرسايکل پټاوۀ نو په موټر کې يو بل کس هم و.

د دغۀ بل کس په باب نور څه نه دي ويل شوي او پېژندگلوي يې نه ده شوې.

خو د پنجشنبه په ورځ پوليسو يو غلا شوى رينولټ موټر ونيو چې د موټرسايکل ځينې برخې او د محمد مراح خولۍ پکې وه.

دا موټر د محمد مراح له هغه کوره ٨٠ مايله ليرې ونيول شو چې تيره اوونۍ پکې دى ووژل شو.

د پوليسو د تحقيق يوه بله برخه هغه يو ايس بي يا د کمپيوټر د ديتا د خوندي کولو وسيله ده چې الجزيرې تلويزيون ته په کې ويديو ليږل شوې وه چې دۀ په کې د خپلو قتلونو عکاسي کړې وه.

دا وسيله په هغه ورځ په تولوز کې د پوستې يوۀ بکس ته اچول شوې وه چې د محمد مراح کور پوليسو کلابند کړى و او دا په دې مانا ده چې کوم بل چا دغه وسيله ليږلې وه.

که چيرې دريم کس هم وي چې لا نه دى نيول شوى دا به د دې امکان پيدا کوي چې کوم بل فعال ترهگر هم بريد ته ځان چمتو کوي.

ورته مطالب