اوباما د ایران پر نفتي سکتور بندیز سختوي

د ایران د تېلو تولید د انځور حقوق Reuters
Image caption د ایراني اقتصاد لپاره د تېلو صادرات حیاتي ارزښت لري.

د باراک اوباما ادارې ویلي نور نو پر ایران د بندیزونو لګولو ته تیاره ده.

هغه بندیزونه چې هدف یې دا دی نور هېوادونه هم له ایرانه تېل وارد نه کړي.

کانګرس د بندیزونو وروستۍ نېټه د دسمبر لپاره ټاکلې وه.

ولسمشر اوباما په خپره شوې اعلامیه کې ویلي په نړیوالو بازارونو کې دومره تېل شته چې له ایرانه د تېلو واردولو ته اړتیا نه احساسېږي او حالات هم اوس اجازه ورکوي چې نور نو له ایرانه د تېلو واردات کم شي.

هغه هېوادونه چې د جون تر پایه پورې له ایرانه د تېلو واردات کم نه کړي، د امریکا له بندیزونو سره به مخامخ کېږي.

لکه چې له واشنګټنه د بي بي سي ادم پول لیکي، دا د هغو تدریجي ګامونو وروستي دي چې موخه یې پر ایران د اتومي پروګرام له امله د فشار زیاتوالی دی.

د روان کال د جون له میاشتې وروسته به هغه مالي ادارې چې د ایران د مرکزي بانک له لارې د هغه هېواد تیل رانیسي او د پيسو دا را کړه ورکړه تل د همدې بانک له لارې کېږي له بندیزونو سره مخامخ شي.

د سپينې ماڼۍ چارواکي وایي ولسمشر اوباما تر ډېر فکر کولو وروسته دا اعلامیه صادره کړې ده.

ولسمشر په ژوره توګه اقتصادي نړیوال حالت، د ایران د تیلو لپاره غوښتنه او اړتیا(عرضه او تقاضا) او د زېرمو حجم په پام کې نیولی دی.

خو استثناات هم شته، امریکا همدا اوس د اروپایي ټولنې لس هېوادونه او جاپان له دې سزا معاف کړي دي؛ ځکه چې دوی خپل ګامونه اخیستي دي.

د اروپایي ټولنې له خوا بندیزونه به له جونه عملي کېږي.

متحد ایالتونه د هند او جنوبي کوریا په ګډون له نورو متحدینو سره بحثونه کوي چې ورته شان ګامونه واخلي.

واشنګټن وایي له ټولو هېوادونو غواړي چې له ایرانه یې د تېلو واردات په زیاته کچه کم کړي خو دا تعریف یې نه دی کړی چې زیاته کچه څومره ده؟

چارواکي وایي دوی به له هر هېواد سره په ځانګړې توګه چلند کوي.

ورته مطالب