خلیج د سوريې خپلواک پوځ لګښتونه په غاړه واخيستل

Image caption د مخالفينو د مشر برهان غاليون دې غوښتنې ته ځواب نه دى ويل شوى چې په سوريه کې دننه دې "يو امنيتي دهليز" جوړ شي چې ولسي وگړو ته د مرستو رسول شوني شي.

په استانبول کې پر سوريې جوړ شوي کنفراس کې د خليج عربي هیوادونو په دې روغه کړې چې د سوريې د خلګو په استازيتوب د سوري مخالف ګوند په رسميت وپيژني او د وسله والو مخالفینو تنخواوې ورکړي.

د څه له پاسه اويا لوېديځو او عرب هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران د ترکيې په استانبول کې د يوې مهمې غونډې لپاره ټول شوي دي.

دا غونډه چې د "سوريې ملگري" نومېږي، دمشق ته گواښنه کوي چې د ملگرو ملتو او عربي ټولنې د سولې پلان شنډ نه کړي. دوى د حکومت مخالفينو ته هم د ملاتړ څرگندونه کوي، لکه هغسې چې د برتانيا د بهرنيو چارو وزير ويليام هېگ وويل:

" دلته موږ نن سهار ٧٥ هېوادونه سره راټول شوي يو چې پر دې ناوړه موضوع دا تر ټولو لويه غونډه ده. موږ په سوريه کې د حکومت مخالفينو ته د خپل ملاتړ پر پياوړتيا لگيا يو او هغوى پخپله هم تر هغه څه چې همدا څو اوونۍ د مخه وو، ښه سمبال او سره همغږي شوي دي."

خو يو څو مهم ځواکونه، لکه روسيه، چين او ايران په غونډه کې نشته. دمشق دې غونډې ته "د سوريې د غليمانو" نوم ورکړى او پر ياغي مخالفينو يې د بري اعلان کړى دى.

سوريې په اصولو کې د سولې له هغه شپږ ټکيز پلان سره هوکړه کړې چې د ملگرو ملتو او عربي ټولنې استازي کوفي عنان وړاندې کړى دى.

خو د غونډې ډېری برخه والو شک څرگند کړى چې پلان دې پلى شي. د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن وويل چې تر نژدې يوې اوونۍ وروسته، اوس سړى داسې بللى شي چې د سوريې حکومت پر خپلو ماتو کړو ژمنو يوه بله هم ورزياته کړه.

د غونډې د پرانستنې پر مهال د ترکيې کوربه صدراعظم رجب طيب اردوغان وويل:

"په هېڅ ډول بايد د سوريې حکومت پرېنښودل شي چې له دې پلان نه ځان ته د وخت د گټلو کار واخلي".

په بيروت کې د بي بي سي خبريال جيم ميور وايي د ولسمشر بشارالاسد حکومت داسې بولي چې د استانبول په غونډه کې د ډارېدو څه نشته، ان حکومتي ټلوېزيون د هغې پرانستونکې ويناوې په ژوندۍ بڼه خپرولې او هغې ته يې "د سوريې د غليمانو" نوم ورکاوه.

آغلې کلنټن غوښتنه وکړه چې که دمشق د عنان پلان په پلي کولو کې ناغيړي وکړي، ټول دې په گډه ورته ځواب ووايي، ځکه د هغې په وينا "موږ تر دې زيات کېناستلى او انتظار ايستلى نشو".

خو خبريالان وايي چې يو شمېر موضوعگانې شته چې ټول پرې يوه خوله نه دي.

د ساري په توگه د مخالفينو د مشر برهان غاليون دې غوښتنې ته ځواب نه دى ويل شوى چې په سوريه کې دننه دې "يو امنيتي دهليز" جوړ شي چې ولسي وگړو ته د مرستو رسول شوني شي.

مخالفينو ته د وسلو پر ورکړې هم نظرونه سره کلک ويشلې دي. قطر او سعودي عرب په کلکه ددې پلوي کړې ده، خو د غونډې ډېری برخه وال يې مخالف دي.

دوى اندېښنه لري چې که د وسلو بهير ورمات شو، نو په هېواد کې به فرقه يي جگړه را ونښلي.

ښاغلي غاليون دغه راز غوښتنه کړې چې د هغه تر مشرۍ لاندې ډله- د سوريې ملي شورا دې د "سوري ولس د يواځيني مشروع استازي" په توگه په رسميت وپېژندل شي.

خو د فرانسې د بهرنيو چارو وزير آلن ژوپې وويل د کنفرانس له خوا موافقه وشوه چې "د سوريې ملي شورا" د "تماس د اصلي ټکي" په توگه ومنل شي.

ښاغلي ژوپې وويل سوريې ته بايد د عنان پلان د منلو لپاره يوه وروستۍ نېټه وټاکل شي.

د عربي ټولنې مشر نبيل العربي غونډې ته وويل هم مهاله دې دا غونډه پر امنيت شورا غږ وکړي چې په سوريه کې د تاوتريخوالي د درولو لپاره د اجرايي ځواک درلودونکې يوه پرېکړه وکړي.

خو د امنيت شورا د پرېکړو په وړاندې روسيه او چين درېدلي او د استانبول غونډې ته يې نه راتگ هم خپله مانا درلوده.

د سوريي ملي شورا چې د مخالفانو استازيتوب کوي ، د سوريې له گاونډيو هيوادونو داهم غوښتي چې سوري ياغيانو ته د وسلو ليږدولو ته لاره ورکړي.خو که داکار وشي پايلې به يې څه و ي ؟

په همدې اړه په کابل کې د منځني ختيځ د چارو د افغان کارپوه الهام ياسني مرکه دلته اوريدلی شﺉ.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ورته مطالب