سوچي په برما کې "نوى پېر" ويني

د انځور حقوق Getty
Image caption له ١٩٩٠ کال راهيسې دا لومړى ځل دى چې د آغلې سوچي د "ولسواکۍ ملي ټولنه" په ټاکنو کې گډون کوي

د برما ولسواکۍ پلوې مشره آنگ سان سوچي وايي هيله منه ده چې د يکشنبې تر ضمني ټاکنو وروسته په برما کې يو نوى پېر پيل شي.

زرگونه پلويان وروسته تر هغه له آغلې سوچي راتاو شول چې گوند يې "د ولسواکۍ ملي ټولنې"، په دغو ټاکنو کې د بشپړ بري اعلان وکړ.

رسمي پايلې به وروسته راځي، خو دغه گوند وايي چې سيالۍ ته د وړاندې شويو ٤٤ څوکيو له ډلې څخه يې له يوې پرته نورې ټولې گټلې دي.

دې پايلو واکمن گوند چې د پوځيانو ملاتړ ورسره دى، ښايي هک پک کړى وي، په تېره بيا له دې امله چې آن هغه څوکۍ يې هم ونه گټلې چې ډېرئ رايه ورکوونکي يې دولتي مامورين دي. که څه هم د يکشنبې ټاکنې د سياسي اصلاحاتو لپاره يو مهم ازمېښت دى، خو پوځ او ملاتړي به يې لا هم په پارلمان کې برلاسي پاتې وي.

آغلې سوچي په داسې حال کې چې د رايو دا نتيجې يو "برى" باله، وويل چې اوس اصلي موخه له نورو گوندونو سره پخلاينه ده: "هيله من يو چې دا د يوه نوي پېر پيل شي چې پکې ډېر ټينگار زموږ د هېواد په ورځني سياست کې پر ولسي واکمنۍ وي.

موږ دغه راز هيله لرو چې په هېواد کې د ملي پخلاينې پر لور د نور پرمختگ امکان هم ومومو. موږ ټولو هغو گوندونو ته هرکلى وايو چې غواړي خپل هېواد ته د سولې او سوکالۍ پر راوستلو کې زموږ تر څنگ ودرېږي."

دا ضمني ټاکنې د هغو ٤٥ څوکيو د ډکولو لپاره ترسره شوې چې وزارتونو ته د وکيلانو تر لېږدولو وروسته تشې پاتې شوې وې.

دا کار د ٢٠١٠ د فبرورۍ تر ټاکنو وروسته شوى و چې په رسمي ډول يې د پوځ واکمني پايته ورسوله. د برما پارلمان ټولې ٦٦٤ څوکۍ لري.

له ١٩٩٠ کال راهيسې دا لومړى ځل دى چې د آغلې سوچي د "ولسواکۍ ملي ټولنه" په ټاکنو کې گډون کوي. هغې د ٢٠١٠ کال له ټاکنو سره پرېکوڼ کړى و. پر دغې ډلې سربېره، ١٦ نورو مخالفو گوندونو هم د يکشنبې په ټاکنو کې خپل استازي درولي وو.

ورته مطالب