مومندو ایجنسۍ کې اورپکو څلور پاکستاني پوځيان وژلي

پاکستاني پوځيان د انځور حقوق AP

د افغانستان پولې ته څېرمه په مومندو ایجنسۍ کې د اورپکو او پاکستاني پوځيانو ترمنځ جګړه شوې ده.

د پاکستان امنیتي سرچینو په دې نښته کې د خپلو څلورو سرتېرو او د پنځلسو اورپکو د وژل کېدو خبر ورکړی.

چارواکو ویلي، چې لومړی اورپکو پر پوځيانو برید کړی، بیا پوځ پر اورپکو برید وکړ.

پېښور کې د سرحدي سيمې پوځي ویاند بي بي سي ته ویلي، دا برید د دوشنبې پر شپه شوی دی.

دوی ادعا کړې، چې اورپکي له افغان پولې وراوښتي، او پر لومړۍ پاکستانۍ پوسته یې برید کړی دی.

ویاند زیاتوي، د پاکستان پوځ هم پر اورپکو برید کړی، چې شکمن اورپکي پکې وژل شوي.

وړاندې هم په مومندو ایجنسۍ کې ورته بریدونه شوي دي.

ورته مطالب