پاکستان د اسامه درو کوڼدو او لوڼو ته د بند سزا ورکړه

امل
Image caption د امل ورور زکریا له پاکستانه غوښتي چې د اسامه کورنۍ له خپل هېواده ژر وباسي.

د القاعدې د وژل شوي مشر اسامه بن لادن د کونډو یوه مدافع وکیل ویلي، دغه کونډې پاکستان کې په ناقانونه توګه د اوسېدو له کبله په پنځه څلوېښت ورځو بند محکومې شوې دي.

د بن لادن درو واړو ښځو په زندان کې یوه- یوه میاشت تېره کړې ده.

په پام کې ده چې له دوو اوونیو وروسته له پاکستانه وایستل شي.

ویل کېږي چې د اسامه دوه ښځې د سعودي عربستان او درېیمه یې د یمن ده.

درېواړه کونډې پاکستان کې د اسامه پرضد د ځانګړو امریکايي ځواکونو له عملیاتو وروسته ونیول شوې.

د اسامه د یمنۍ ښځې 'امل' ورور زکریا عبدالفتاح وايي:''د پاکستان له کورنیو چارو وزارت غواړو چې دغه کورنۍ له پاکستانه وباسي. زموږ لپاره مهمه دا نه ده چې دوی پنځه ستوریز هوتل یا بل ځای کې وساتل شي. دوی ګناه نه ده کړې؛ ځکه چې د اسامه له کارونو سره یې هېڅ راز تړاو نه درلود.''

داسې باور کېږي چې د اسامه درېواړوې کونډې او یتیمان یې په اسلام اباد کې په یوه کور کې ساتل کېږي.

پاکستاني چارواکو ویلي، چې ځانګړو چارواکو ددغو کونډو د دوسیې پرضد خپل فعالیت تېره میاشت پیل کړی دی.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د کونډو د وکیل له قوله وايي، چې د دې پرېکړه د استیناف نیت نه لري، او په دې هم نه پوهېږي چې موکلې ښځې به څرنګه له دې هېواده وایستل شي.

ورته مطالب