ايا په رښتيا د زړو خلکو درملنه ستونزمنه ده؟

Image caption هيلپ ايج ټولنې په وينا ٦٠ سلنه زاړه خلک د وينې له لوړ فشار نه کړيږي

د روغيتا نړيوال سازمان په دې اړه خبردارى ورکړى چې د نړۍ په لروبر کې روغتيايي سيستم دومره سمبال نه دي چې د زړو خلکو لاس نيوى وکړي.

د روغتيا نړيوال سازمان وايي په زړو کې د زړه ناروغۍ ډيرې شوې چې دغه ستونزې حتى اوس په بيوزلو هيوادونې کې هم پراخې شوي دي.

په داسې حال کې چې تراوسه پورې جاپان او اروپا د نړۍ لومړي هيوادونه وو چې د زړو خلکو عمر په کې اوږد و خو اوس دغه بهير د نړۍ په بيوزلو او منځني عايد لرونکو هيوادونو کې هم په چټکۍ سره پرمخ روان دى.

د روغيتا نړيوال سازمان وايي دغه ډول ډراماتيک بدلونونه دکيوبا، ايران او مغولستان په څېر هېوادونو کې هم رامنځته شوي دي.

د دې مانا دا ده چې تېر کې ساري ناروغۍ په دې برخه کې لويه ننگونه وه، خو اوس حتى په بيوزلو هيوادونو کې د زړو خلکو روغتيايي ستونزې د زړه او د سرطاني ناروغيو ، شکر، ليونتوب، کمزوري ځير او کاڼه والي نه رامنځته کيږي.

د روغتيا نړيوال سازمان وايي اوسنى روغتيايي سيستم دا وړتيا نه لري چې له دې ډول ناروغيو سره اغېزمن چال چلن وکړي.

په دې برخه کې مرسته کوونکې ټولنه هيلپ ايج له دې هرکلى کوي چې د زړو ستونزو ته پام اړول شوى خو وايي لاهم نړۍ په دې برخه کې ډير ورو گام پورته کوي.

د ټولنې په وينا ٦٠ سلنه زاړه خلک د وينې له لوړ فشار نه کړيږي چې د زړه د بريدونو سبب کيږي خو وايي د دغې سلنې يوازي پنځه فيصده يې دا امکانات لري چې د درملو له لارې خپل فشار کنټرول کړي.

ورته مطالب