امريکا د" لويو بريدونو طراحان" محاکمه کوي

خالد شيخ محمد د انځور حقوق AFP
Image caption په دغو پنځو کسانو کې يو هم په پاکستان کې نيول شوى خالد شيخ محمد دى چې ويل کيږي د بريدونو د طراحي تور يې منلى دى

په واشنگټن کې د دفاع وزارت ويلي چې د پنځو سرو خالد شېخ محمد، وليد بن اتش، رمزي بن الشېب، علي عبدالعزيز علي اود مصطفى احمد الهوسوي محاکمه يو ځای سره پيل کيږي.

ويل کيږي چې په يوه مياشت کې به پنځو سرو ته لګېدلي تورونه په پوځي محکمه کې ولوستل شي او هم به د امريکايي چارواکو په خبره د ګرم او ناګرم د سپيناي وخت ورکول شي.

پر دوی اصلي تور دا دی چې په امريکا کې د ۲۰۰۱ زېږديز کال د سپتمبر د ١١ نېټې د لويو بريدونو زېږونکي او سمبالوونکي دي.

په دغه پېښو کې بريدګرو په ظاهره تښتولي الوتکې په نيويارک او واشنګټن کې د امريکا د پام وړ تجارتي او پوځي ودانيو سره وجنګولې.

د دوی د محاکمه کېدو د ځنډ سبب د محکمې ځای هم بلل کېده چې سپينه ماڼۍ اوکانګرس له ډېره وخته نه سره پر جوړېده.

بارک اوباما په ۲۰۰۹ زېږديز کال کې زور واهه چې دعوه يې ولسي محکمو ته راوړي خو پروسږ کال ډېر زيات مخالفت ترخپلې خبرې تېر کړ.

پردې سربېره اوباما د تېرو ټاکنو په شپو کې هم ژمنې کولې چې که ډيموکراټانو وګټل نو دګوانتانامو زندان ختموي خو تردې ژمنې هم په ښکاره تېرشو ځکه چې امريکايانو دا نه شوای زغملای چې د ګوانتاناموزندانيان او د دوی دعوې دې د امريکا ولسي محکمو ته راوړل شي.

پردوی باندې تېر دوبی هم هغه تورونه ولګېدل چې د سپينې ماڼۍ د بوش په دوره کې هم پر لګېدلي ول.

امريکايي واکمنو مخکې ادعا کړې وه چې خالد شېخ محمد د سپتمبر د پېښو ټوله پړه اوهم د "شهادت مرګ" په وياړ پر ځان منلی دی.

خالد شېخ محمد په ۲۰۰۳ کال کې په پاکستان کې نيول شوی او د۲۰۰۶ راهيسې د امريکا د ګوانتانامو په زندان کې بندي دی.

پرده باندې د امريکايانو له خوا ګڼ شمېر تورونه دي.

امريکايي سرکار وايي که ګرم وختل نوله پنځو څخه يو هم بې مرګه نه پرېږدي.

ورته مطالب