حافظ سعيد د امريکا پر جايزې ملنډې وهي

حافظ سعيد د انځور حقوق BBC World Service
Image caption حافظ سعيد وايي زۀ به په لاهور کې يم امريکا دې راسره تماس ونيسي

د پاکستان د لشکر طيبه مشر پر امريکا ملنډې ووهلې چې ولې يې پر سر لس ميليونه ډالره جايزه ايښې ده.

حفظ محمد سعيد په اسلام آباد کې خبريالانو ته وويل چې دى نه د امريکا له قانون نه ياغي دى او نه هغه ورانکارى چې په غرونو کې پټېږي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزات هم په يوه رسمي وينا کې د چارشنبه په ورځ( د اپريل څلورمه) وويل چې تر هغو کوټلي شواهد وړاندې نه شي، د هغه هېواد حکومت به د حافظ سعيد خلاف هېڅ اقدام ونه کړي.

په خپله ښاغلي سعيد په خبري کنفرانس کې امريکا وننگوله، چې که کولى شي، دى دې ونيسي:

"زه غواړم د امريکا د بهرنيو چارو وزارت نه وپوښتم چې ولې دا جايزه بل چاته ورکوئ. ولې يې ما ته نه راکوئ، زه به ورته هره ورځ خپل ځاى ځايگى ورښيم. ما پر ټېلېفون هم موندلى شي او هره ورځ پراخو غونډو ته وينا هم کوم."

ښاغلى سعيد په لاهور کې له خپل مرکز نه وځي او په ټول پاکستان کې گرځي.

دى اوس د جماعت الدعوه ډلې مشري کوي چې تر ډېره د لشکر طيبه يوه جبهه بلل کېږي.

پر لشکر طيبه په ٢٠٠٨ کال د هند په مومباى کې د بريدونو تور لگېدلى دى.

په دغه درې ورځني اخ وډب کې چې لسو تن پکې د ٢٠٠٨ کال په نومبر کې برخه درلوده، ١٦٥ تنه ووژل شول، چې ويل کېږي شپږ يې امريکاييان وو.

د بريد نهه برخوال امنيتي ځواکونو ووژل.

حافظ سعيد بيا بيا رد کړې چې يا دې ده په خپله او يا دې هم د ده جماعت الدعوه ډلې- چې دى يې مرستدويه ټولنه بولي- په اورپک تاوتريخوالي کې کله هم ونډه درلودلې وي.

پاکستان د لشکر طيبه ډېر غړي د مومباى په بريدونو پسې ونيول، خو ډېرى يې چې حافظ سعيد هم په کې راته وروسته د استېناف له مخې پرېښودل.

حافظ سعيد د دې لپاره چې د امريکا له خوا د خپلې نيونې هڅه بې ارزښته وښيي، خبريالانو ته وويل "زه به سبا په لاهور کې يم. امريکا چې کله هم وغواړي تماس راسره نيولى شي!"

ورته مطالب