واورې ښویېدو پاکستاني پوځيان لاندې کړي

سیاچن د انځور حقوق AP
Image caption سیاچن کلاشیر د نړۍ له لوړو سیمو ګڼل کېږي.

له پاکستان څخه راپورونه وايي چې یو شمېر پاکستاني پوځيان د همالیا په غرونو کې واورو ښووېدنې راګېر کړي دي.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اطهر عباس بي بي سي ته وویل ځینې مړي رایستل شوي دي، خو د ژغورل شوو یا مړو شوو دقیقه شمېره یې ونه ښوده.

دغه پېښه له سیاچین سره نژدې د کراکروم په سیمه کې شوې ده، په دغې سیمه کې هندي او پاکستاني پوځیان میشت دي.

د ژغورنې ډلې د پېښې سیمې ته روانې شوې دي.

سیمه ییزو تلوېزیونونو ویلي، پېښه د کراکورم د غره په ختيځه لمن کې شوې ده.

د پاکستان د پوځي ویاند جنرال اطهر عباس ویلي، واورې پر یوه پوځي کمپ راغلې چې دا مهال د ژغورنې ډله د پوځيانو پر ژغورنې بوخته ده.

په دغه غرنۍ سیمه کې زرګونه پاکستاني پوځيان ځای پرځای شوي وو.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption پوځي کارپوهان وايي په دغې سیمې کې د جګړو په پرتله د طبعي پېښو له امله ډېر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د دې سیمې پر سر د پاکستان او هند ترمنځ شخړه ده.

پېښه نن سهار (شنبه/اپریل اوومه) شوې ده.

د همالیا د غرونو د لړۍ په دغه پرته سیمه کې تر ډېره سختې ډېرې واورې کېږي، چې هر کال یو شمېر کسان په کې مري.

سیاچن کلاشیر، چې د سمندر له سطحې نژدې ۶۷۰۰ متره لوړه ده، د نړۍ له لوړو سیمو ګڼل کېږي.

په ۲۰۰۳ کې د پاکستان او هند ترمنځ اوربند اعلان شو، خو په دې سیمه کې ددواړو هېوادونو خپل پوځيان ځای پرځای کړي دي.

ورته مطالب