دوو ویتنامي سړیو یو کوچنی امریکایی ښار وپېره

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption کله کله د ښار د وګړو شمېر تر دوو زرو پورې رسېږي.

د امریکا وایومینګ ایالت بوفورډ ښار- چې په متحده ایالتونو کې تر ټولو کوچنی ښار ګڼل کېږي- دوو ویتنامي سړیو په ۹۰۰ زره ډالرو واخیست.

په دې ښار کې یوازې د خوب درې خونې لرونکی کور، ښوونځی، د تېلو د اچولو پمپ او پلورنځی شته.

یوازې یو سړی په کې اوسېږي چې څښتن ډان سامونز د لیلام پرمهال د کور بیه له سل زرو ډالرو پیل کړې وه.

مخکني ۶۰ کلن څښتن سامونز په دې کور کې له ۱۹۸۰ راهیسې اوسېده، کله یې چې زوی څو کاله مخکې دا کور پرېښود، پلار یوازې پاتې شو او همدی د دې کوچني ښار "نارسمي ښاروال" شو.

د ویلو ده چې دغه کوچنی ښار د نیویارک او سان فرانسیسکو ښارونو ترمنځ پر لویه لاره پروت دی.

دا یوه غرنۍ سیمه ده، چې د وایومینګ ایالت ترمنځ د لارامي او شایان ښارونو ترمنځ موقعیت لري.

دغه ښار د امریکا په پوستي نظام کې ځانګړی پوستي کود لري.

په ښار کې د ګرځنده تیلې فون ستنه هم شته، ټول ټال مساحت یې نژدې څلور هکټاره دی، چې چارچاپېره ترې دېوال راتاو شوی.

د اخیستونکو ویتنامي سړیو نومونه نه دي په ډاګه شوي.

ددغه ښار د جوړېدا تاریخ د امریکا د اورګاډي د پټلۍ تر جوړېدو پورې رسېږي، خو کله کله د ښار د وګړو شمېر تر دوو زرو پورې رسېږي.

ورته مطالب