قربانقلي بردي محمدوف، ولسمشر او ګاډی ځغلوونکی

قربانقلي بردي محمدوف د انځور حقوق BBC World Service
Image caption بردي محمدوف د روان کال د فبرورۍ په ولسمشریزو ټاکنو کې له سلو ۹۷ رایې وګټلې.

د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف په خپل هېواد کې د موټر ځغلونې تر ټولو لومړۍ سيالۍ کې ګډون کړی او ګټلې يې ده.

په پلازمېنه عشق اباد کې له سپورټي فعاليتونو د ليدنې پر مهال ده غوښتنه وکړه چې د وخت ځغاستې ازموينه کې برخه واخلي، چې بيا يې لومړی ځای کې راغی.

خبريالان وايي داسې ښکاري چې دغه فعاليت له مخکې په داسې هڅه ترتيب شوی وي، چې ولسمشر د عملي سړي په څېر انځور کړي.

ولسمشر بردي محمدوف خپل بوګاټي سپورتي ګاډی د شنبې په ورځ د ترکمنستان د ګاډي ځغلونې سیالۍ ته وروست.

د ګاډو ځغلونې ځای ته له رسېدا سره، د لوبې سمبالوونکي اعلان وکړ، چې ولسمشر هم په سیالۍ کې ګډون کوي.

بیا لږ وروسته، ولسمشر د ګاډي ځغلونې ځانګړي کالي واغوستل، او په کوچني سپورتي ګاډي کې سپور شو.

د سیالۍ سمبالوونکي وویل، چې دا ګاډی به په ملي سپورتي موزیم کې وساتل شي.

قربانقلي بردي محمدوف د ۲۰۰۶ کال په وروستیو کې د خپل سلف سابار مراد نیازوف له مړینې وروسته ولسمشر شو.

بردي محمدوف د روان کال د فبرورۍ په ولسمشریزو ټاکنو کې له سلو ۹۷ رایې وګټلې.

ورته مطالب