اسراییلو ته د جرمني شاعر پر سفر بندیز ولګېد

ګونتر ګراس د انځور حقوق AFP
Image caption ۸۴ کلن ګراس پخپله قصیده "باید وویل شي" ویلي چې "اسراییل د ایراني ولس د پوپنا کولو پلان لري".

اسراییلو پر جرمني لیکوال او ادیب او د نوبل جایزې پر ګټونکي ګونتر ګراس خپلې خاورې ته د سفر بندیز لګولی دی.

اسراییل وايي چې پر جرمني لیکوال او ادیب ګونتر ګراس یې خپلې خاورې ته د ننوتو بندیز لګولی.

ښاغلی ګراس د نوبل نړیوالې جایزې ګټونکی هم دی.

د اسراییلو د کورنیو چارو وزیر ایلي یشای ویلي، چې ګراس په اسراییل کې د چا نه خوښېږي.

ګراس په خپل یوه شعر کې پر اسراییلو تور پورې کړی، چې ګني د ایران او سوله ییزې نړې د ویجاړولو پلان لري.

خو اسراییلو ویلي چې د ګراس دا شعر یوازې د اسراییلو او اسراییلي وګړو د غصې د راپارولو لپاره ویل شوی.

۸۴ کلن ګراس پخپله قصیده "باید وویل شي" ویلي چې "اسراییل د ایراني ولس د پوپنا کولو پلان لري".

د نوموړي دا شعر په تېره چهارشنبه جرمنۍ ورځپانې "زود دوېچې" خپور کړی دی.

د ګراس د دې شعر په خپرېدا سره د اسراییلو غصه راپارېدلې ده.

په دې لړ کې د اسراییلو ولسمشر بنیامین نتنیاهو د ګراس شعر "عیب لرونکی" بللی دی.

خو د کورنیو چارو وزیر بیا ویلي چې "که چېرې ګونتر خپلو دروغجنو او زهر لرونکو قصیدو خپرولو ته ادامه ورکړي، زموږ مشوره ورته دا ده چې دا کار په ایران کې وکړي، ځکه چې دده همفکره کسان او اورېدونکي ډېر دي."

د ایران د کلتور مرستیال وزیر جواد شمقدري د شنبې په ورځ د ګراس دا شعر وستایه.

ورته مطالب