د هتلر د مرستيال په زړه کې څه و؟

Image caption هېس په ١٩٢٠ مو کلونو کې له هتلر سره يو ځاى بندي و

د يوه پوځي ساه پوه نويو برسېره شويو يادښتونو جوته کړه چې برتانويانو څه ډول د دويمې نړيوالې جگړې پر مهال د جرمني د مرستيال لارښود رودولف هېس زړه ته د لار موندلو هڅه کوله چې په دې ډول د ټولو ناڅيانو {نازيانو} له زړونو ځان خبر کړي.

د ١٩٤١ کال د جون د دويمې پر باراني مازيگر، ډاکټر هنري ډېکس په سري کې د برتانيا د بهرنيو استخباراتو – اېم آى شپږ خورا ټينگ ساتل کېدونکي خوندي کور ته راورسېد چې د برتانويانو په لاس کې اسير شوى هېس معاينه کړي.

ډاکټر ته وويل شول چې دويم پوړ ته ولاړ شي او بيا تر پهرې لاندې يوې خونې ته بوتلل شو چې هلته له هغه چا سره يو په يو وگوري چې تر هېرمن گيورېنگ وروسته د ادولف هتلرد ځايناستۍ لپاره دويم کس و.

ډېکس هيله درلوده چې د رودولف هېس او هتلر ته د هغه د وفادارۍ د پېژندنې له لارې د هغه څه په اړه دننني معلومات تر لاسه کړي چې د ناڅي مشرتابه ډله ييز لېونتوب بلل کېده.

هېس په مطبوعاتو کې تل پياوړې ځلېده او په عکسونو کې به د هتلر تر څنگ ولاړ و. خو دغه تصور په حقيقت کې ډېر ژر له منځه ولاړ.

ډېکس په خپلو ياددښتونو کې ليکلي:

Image caption "طبيب او د لارښود مرستيال" خپرونه د ٢٠١٢ کال د اپرېل پر ٩ د بي بي سي د کورنۍ راډيو پر څلورم چېنل خپرېږي

"لومړنى تصور ترې بې له شکه د يوه خشن عقلي ناروغ دى چې يوازې اوس اوس يې کورنۍ دا مساله په ډاگه کړېده.

"د مطبوعاتي عکسونو پر تله، مخ يې هسې برېښي لکه د يوه کړېدلي ځناور.مخ يې د پخوا پرتله ځناور وزمه، بيزو ډوله او يا لېوه ته ورته دى چې ښايي په ځوانۍ کې خورا زړه راښکونکى و."

د خبرو په لړ کې، ډېکس پر دې هېښ شوى و چې هغه مهال په جگړه کې د جرمني له برلاسۍ سره سره، هېس او هتلر برتانويان څومره ستايي.

هغه ليکلي و:

"زما باور دادى چې دوى غواړي موږ وډاروي، خو پخپله له موږ څخه ډارېږي."

"هغوى تل د ژوند په بڼه، کاليو، سموالي او نورو ... کې موږ ستايلي او تقليد کړي يو... هغوى لږ تر لږه تر څه ځايه په تناقضي ډول له موږ سره مينه کوي.

موږ تر ټولو هغه بر توکم يو چې دوى غواړي پخپله هماغسې واوسي."

ډېکس داسې گڼله چې له برتانويانو سره مينه ښايي ددې لا مل و چې هېس يې اړ کړ د ١٩٤١ کال د مې پر لسمه سکاټلنډ ته يوازې په الوتکه کې د هغه څه لپاره ورشي چې ده د سولې ماموريت باله.

هتلر ويل پر هغه څه چې هېس ترسره کول غوښتل، هېڅ خبر نه و او د ناڅيانو گوند ژر لېونى اعلان کړ.

خو ځينې تاريخپوهان پر دې باور دي چې هېس غوښتل له برتانويانو سره د سولې لپاره د لارښود هيلې پلې کړي چې په دې ډول جرمني چې پر روسيه يې بريد ته ځان جوړاوه، په دوو جبهو کې جنگېدو ته اړ نشي.

د اېکسېټر پوهنتون د تاريخ استاد ريچارډ اووېري وايي:

د هېس د معاينې امکان برتانويانو ته دا وس ورکړ چې د ناڅيانو د خوځوونکي ځواک په اړه معلومات تر لاسه کړي او په دې ډول "ددې لېونتوب" سټې وپېژني.

"فکر کوم خلکو ته مهمه دا شوه چې وگوري که پر دغه څوکۍ هتلر ناست واى نو څه به يې ويل او په دې ډول د هغه د احتمالي حرکاتو په اړه يو څه ډېر معلومات تر لاسه کړي."

Image caption • ١٨٩٤: د مصر په سکندريه کې زېږېدلى • ١٩١٤- ١٩١٨ : په لومړۍ نړيواله جگړه کې يې گډون وکړ، جگړه يې د بريدمن په رتبه پايته ورسوله.

سکاټلنډ ته تر رسېدو وروسته هېس پر دې سخت وقهرېده چې ددې پر ځاى چې د سولې د استازي په توگه وپالل شي، بندي شوى دى.

هغه غوښتنه درلوده چې له يوه جگپوړي برتانوي چارواکي سره وگوري او حکومت په پاى کې پرېکړه وکړه چې په دې لوبه کې گډون وکړي او ځکه يې د ١٩٤١ کال د جون پر لسمه د مشرانو جرگې او قضاييه ځواک مشر- سر جان سايمن ورواستاوه.

ډېکس ددغې غونډې په درشل کې د هېس د سختې اندېښنې يادونه کوي او دا يې په ناشعوري ډول پر انگرېزانو د هغه د بې باورۍ زېږنده بلله.

کله چې لارډ سايمن د هېس وړانديرونه رد کړل، ډېکس په اندېښنه کې شو چې اوس به يې تر درملنې لاندې کس له ولکې ووځي. د هغه اندېښنې سمې وختلې.

څو ورځې وروسته هېس د هغې ودانۍ له زينو څخه ځان کښته وغورځاوه چې دى پکې ساتل کېده.

د همدغې ورځې د سهار په لومړيو کې يې غوښتنه کړې وه چې ډېکس وگوري او بيا يې، ددغه ساپوه په وينا، د هغه خواته بيړه کړې او ځان يې کښته غورځولى و چې پښه يې ماته شوې وه.

هېس ژوندى پاتې شو او ژر ژر بدلېدونکو حرکاتو يې د هغه برتانوي ساتونکي بوخت ساتلي وو.

هتلر ته د هغه سپي وزمه وفاداري ددې سبب وه چې په ناڅي گوند کې دومره لوړ دريځ ورکړ شي.

ډېکس او د هغه ملگرو ساه پوهانو غوښتل داسې يوه تگلاره جوړه کړي چې جرمني د ناڅيانو له ايډيالوژيک اغېز نه وژغورل شي.

هغه مخکې تر دې چې د ١٩٤١ کال د جولاى پر ١٥ د هېس دوسيه خپل بل ملگري ته وسپاري، په خپل وروستي ياددښت کې د بيا روزنې موضوع ته گوته نيولې وه.

هغه ليکلي و:

"بېلابېلو افسرانو ته د هغه له ويناوو څخه چې (د استخباراتو افسر) جگړن فولي ثبتې کړيدي، روښانه جوتېږي چې له انگلنډ سره د هغه ناشعوري مينه اوس تر پخوا ډېره برسېره کېږي."

"دا کار له هغې معقولې پرېکړې سره تړاو درلودلى شي چې ده ته يې انگريزي خبرونو او ځينو ټاکلو چاپي خپرونو ته د لاسرسى اجاره ورکړه چې له جگړن فولي او نورو افسرانو سره د روزنيزو خبرو اترو يو بنسټ وگرځي. همدې روزنې د هغه د تشو خيالونو په لېرې کولو کې خورا ډېره ونډه درلودلې ده."

د لندن پوهنتون استاده ډاکټره جسېکا رېنېش وايي د ډېکس دا باور چې کولى شي هېس په دلايلو د هتلر له ړندې مينې وژغوري، په هغه مهال کې ډېر خوشبينانه و.

د پوهانو عمومي نظر دا و چې د راتلونکې په اړه هيلې لږې وې، ځکه چې جرمن ذهن له بدلېدو پرته زورواکى، د نورو په اړه شکاک او پوځي شوى و.

رېنېش وايي:

"ډېکس له هېس او په برتانيا کې له نورو جرمني بنديانو سره د خپلې تجربې په کارولو غوښتل ووايي چې په دغو مواردو کې يې زده کړي څيزونه، کېداى شي مخامخ د ناڅيانو له اغېز نه د جرمنيانو د ژغورنې لپاره وکارول شي او ورسره جوخت يې په نوي جرمني حکومت کې د ارزښتناکو څوکيو لپاره وړ کانديدان هم غوره کړي وو."

د لندن پوهنتون د بېربېک کالج استاد ډانيل پېک چې پر دې موضوع د هغه پلټنو د ډاکټر ډېکس ددغو نابرسېره شويو ياددښتونو په موندلو کې مرسته کړې، وايي:

برتانوي ډاکټرانو غوښتل ددې خبرې لوى انځور ځانته روښانه کړي چې څنگه له چارواکو سره د ناڅيانو د ړندې ناشعوري مينې غم خوړل کېدلى شي.

پېک زياتوي:

"فکر کوم هغوى غوښتل هېس له دې نظريې سره سم وکاروي چې هغه يو افراطي اورپکى ناڅي وگړى دى چې هتلر ته د خاصو دليلونو ترڅنگ د ځينو ناشعوري شخصي عواملو له مخې ورغلى و.

په دغو عواملو کې يو، د يوه داسې ځواکمن شخصيت موندل و چې د زورواکي پلار ډوله شخصيت ځاى ونيسي.

Image caption هېس په يوازې سر او ظاهرا" له اجازې پرته، له برتانيا سره د سولې لپاره په الوتکه کې سکاټلنډ ته راغى او دلته ونيول شو

"له دې سره جوخت چې هېس تر څېړنې لاندې و، د امريکا استخباراتو د هتلر د څېړنې لپاره هم يو ساپوه گومارلى و."

هېس په ١٩٤٢ کال کې سره له دې چې د برتانويانو بندي و، په ابېرگاويني کې د مېنډېف کورټ پوځي روغتون ته ولېږدول شو چې د جگړې تر پايته رسېدو پورې هماغلته پاتې و.

وروسته د نورېنبورگ د محاکمې په ترڅ کې چې ډېر ځله به يې خبرې پکې عجيبې برېښېدې، په عمري بند محکوم شو.

ډېرو هغه مهال هغه له عقلي پلوه د محاکمې وړ نه باله او د برتانيا صدراعظم وېنسټن چرچېل وروسته ومنله چې د هېس قضيه ددې پرځاى چې جنايي وي، روغتيايي ده.

ډېکس وروسته وويل په هغو کسانو کې چې هېس يې ليدلى، د يوه هم دا باور نه راته چې ده دې دومره لوړه څوکۍ درلودلې وي.

ډېکس وروسته په يوه مرکه کې ويلي و:

"هغه ددې پر ځاى چې ډاروونکي او کرغېړن وي، تر ډېره عاجز او د زړه سوي برېښېده.

موږ ټولو چې له هغه نه راچاپير و، داسې گڼله چې دا څومره يو بېوسه سړى دى چې د خپل ژواندانه په لومړيو کې ورته په څه ډول زيان اوښتى دى او که چېرې ښه وسايل واى او که چېرې دا ډول يو مهم دولتي بندي نه واى، نو موږ کولى شواى د هغه لپاره ډېر څه وکړو."

هېس پر ١٩٨٧ کال د ٩٣ کلو په عمر په سپانداو زندان کې مړ شو.

د مړينې رسمي دليل يې ځانوژنه ښودل شوې، خو له هېس سره په نورو ډېرو تړلو خبرو کې، دلته هم نظريې خورا ډېرې دي.

يوه يې داده چې وايي د خپلو ملگرو له خوا وژل شوى دى.