چینايي سوداګر یو کب په ۳۸ زره ډالر وپېره

د انځور حقوق AFP

یوه شتمن چینايي سوداګریو کمیابه کب چې د "ګولډن سناپر" په نامه شهرت لري، او بنګله دېش کې نیول شوی، په ۳۸ زره امریکايي ډالرو واخیست.

د کبانو د سوداګرۍ سرچینو ویلي، که څه هم سوداګر د خپل نامه له اخیستو ډډه کړې ده، خو دغه ۳۷ کیلو ګرامه وزن لرونکی کب د "خوږې غوښې" له کبله اخیستی دی.

پلورونکي جهانګیر سوداګر فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي، چې دغه کب یې مخکې له دې چې چینایی سوداګر یې واخلي، لیلام ته وړاندې کړی و.

د کبانو د ښکار کارپوهان وايي، چې هر کال په بنګال کې دا ډول یوازې څلور کبان ښکار کېږي.

سوداګر، چې دا مهال د "چیتاګونګ" د کبانو د خرڅلاو په بازار کې بوخت دی، وايي چې دا کب یې له خلیج بنګال څخه له هغه ښکاري اخیستی، چې دغه کب یې نیولی و.

دی وايي: "تر هغه مې د کب بیه لوړوله، چې ټول خلک ترې په شا شول، ځکه زه پوهېدم چې ددې کب بیه ډېره ده."

ورته مطالب