د نیویارک د ګاډو نندارتون کې لومړی "الوتونکی ګاډی"

الوتونکی ګاډی د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د تیرافوجیاس شرکت یو انجنیر سمویل شواګارت وايي "اوس موږ له یوې ستونزې سره مخامخ یو، هغه دا چې پر ځمکه او هوا ددغه ګاډي د تګ ځواک یو ډول کړو."

د امریکا "تیرافوجیا" شرکت د نیویارک د ګاډو په نندارتون کې د خپل یوه داسې ګاډي نمونه نندارې ته اېښې ده، چې پر ځمکه هم ځي او الوځي هم.

د دغه شرکت مرستیال مشر ویليو دا ګاډی اوس په نړۍ کې د چټکو لارو او د ملي امنیت د ادارې په برخه کې ډېره مرسته کولی شي.

دغه ګادی چې د Transition په نامه یادېږي، دوه څوکۍ، او څلور ټایرونه لري، هوا ته د دوو وزرو په مټ پورته کېږي.

بشپړ راپور ددې ځای په کېکاږلو لوستلی شئ

تمه ده چې راتلونکی کال دغه ګاډی د ۲۷۹۰۰۰ ډالرو په بیه بازار ته وړاندې شي.

ازمایښتي الوت

اوس دغه ګاډی د امریکا د فدرالي الوتې د ادارې له خوا، د امریکا په قلمرو کې په هوا کې الوتلو ته اجازه ورکړل شوې ده.

دغه "الوتکی ګاډی" په لومړي ځل تېره میاشت د کاناډا له بلتسبور نړیوال هوايي ډګره په بریالیتوب سره والوت.

د اتو ثانیو لپاره په هوا کې ۱۴۰۰ ګامه پورته او راوڅرخېده.

د تیرافوجیاس شرکت یو انجنیر سمویل شواګارت وايي "اوس موږ له یوې ستونزې سره مخامخ یو، هغه دا چې پر ځمکه او هوا ددغه ګاډي د تګ ځواک یو ډول کړو."

نوموړی زیاتوي: "دغه ګاډی د تېلو د اچولو له ځای سره په عادي ډول درېدلی شي. ټانکۍ یې د ۸۷ لیترو تېلو ځایېدو وړتیا لري."

دی وايي چې په هر ګیلن تېل دغه ګاډی پر ځمکه ۳۵ میله او په هوا کې ۲۸ میله واټن وهلی شي.