د چاغۍ او شکر له امله په ماشومانو کې اختلال او بي نظمي

د انځور حقوق PA
Image caption د اميندواري په وخت د شکر د پرمختگ امکان هم شته

د کليفورينا ديويس د پوهنتون يوه وروستۍ څيړنه وايي هغه ميندې چې زياتې چاغې دي او تر څنگ يې د شکرې -٢ په ناروغۍ هم اخته وي نو کله چې يې ماشوم کيږي زيات امکان لري چي هغه د اوتيزم او يا هم د وجود د ځينو برخو د ودې د اختلال او بي نظمۍ په ناروغۍ اخته شي.

اوتيزم يو ډول عقلې ناروغي ده چې له بې توجه اي سره مله وي.

د کليفورينا پلټونکې ډله وايي کله چې ماشوم د مور په کيډه کې د ودې لومړي پړاونه بشپړوي او مور د وجود د گولوکوز اندازه يې زياته وي د هغه د مغزو په وده منفي اغيزې لرلى شي.

دغه پلټنه په اوو کلونو کې له ٢٠٠٣ تر ٢٠١٠ په ١٠٠٠ ماشومانو او ميندو بشپړه شويده.

د پلټنې په پايله کې جوته شوې چې هغه ميندې چې د اميندوارۍ په مهال د شکرې -٢ ناروغۍ اخته وې، د هغو ٩ اعشاريه ٣ سلنه ماشومان په اوتيزم چې يو ډول عقلي ناروغي ده اخته وه.

او د همدغې ډلې ماشومانو ١١،٣ سلنه يې د ودې په برخه کې له يو ډول نيمگړتيا او معيوبيت سره مخ ول.

همدا راز د دغې پلټنې په پايله کې راغلي چې په متحده ايالاتونو کې هغه ميندې چې عمرونه يې د ماشوم د زيږون لپاره مناسب دي د هغو ٣٤ سلنه تر حده زياتې چاغې دي او ٩ سلنه يې هم د شکرې په ناروغۍ اخته دي.

هغه ماشومان چې د اوتيزم په ناروغۍ اخته دي د هغو نژدې ٢٩ سلنه ميندې د ميتابوليزم په ستونزه اخته دي.

همدارنگه د دغې پلټنې په مهال د اوتيزم او د ويني د لوړ فشار د رابطې په اړه هم څېړنه شوې ده. زياتره لوړ فشار په هغو ميندو کې په نښه شوي چې ماشومان يې په اوتيزم اخته دي.

خو په لندن کې د شکر د ناروغې د ټولنې مشر ډاکتر ماتېو هاب وايي لا هم نورې څيړنې ته اړتيا ده چې ددغې پلټنې په پايله کې راپورته شوې يو شمير پوښتنې ځواب کړي.

ورته مطالب