پاکستان کې يوه ٩٠ کلنه ميرمن په قتل تورنه شوې

Image caption د پاکستان حکومت وايي چې دوى د دغه ډول پېښو د مخنيوي هڅه کوي.

پاکستاني پوليس وايي د لاهور په ناروال سيمه کې ٢٥ کلنه سوبيا بي بي د خپلې خسرگنۍ له خوا ژوندۍ سوځول شوې ده.

په تورنو کسانو کې يوه ٩٠ کلنه ميرمن چې د دې خواښي کيږي شامله ده.

د پلټنې يو افسر محمد حسين خبري اژانسونو ته ويلي چې سوبيا بي بي چې يو ماشوم لري تلويزيون ته کتل چې تېل پرې وشيندل شول او بيا ورته اور واچول شو.

محمد حسين وايي چې د څلور کسانو پر ضد قضيه ثبت شوې ده.

ويل کيږي چې سوبيا بي بي له خپل خاوند سره ښې اړيکې درلودې خو کله کله به يي سره تاويلې ما ويلې درلودې.

د بريد په وخت کې د دې خاوند کراچۍ ښار ته د کار لپاره تللى و.

په پاکستان کې د ښځو د حقونو فعالين وايي چې په کور دننه تاوتريخوالى خورا ډير دى.

دوى له حکومته غواړي چې د ښځو پر ضد د دغو تاوتريخواليو د مخنيوي لپاره مجرمينو ته سخته سزا ورکړي.

داسې څو پېښې په تيرو کلونو کې په پاکستان کې وليدل شوې چې پر ښځو څو کسيز جنسي تيرى په کې وشو او نړۍ يې هېښه کړه.

د پاکستان حکومت وايي چې دوى د دغه ډول پېښو د مخنيوي هڅه کوي.

ورته مطالب