سوريه کې کمزوری اوربند لا ټينګ دی

سوريه د انځور حقوق Reuters
Image caption په سوريه کې له څه د پاسه يو کلنې جګړې او تاوتريخوالي پراخه ويجاړی رامنځته کړې ده.

په سوريه کې د تاوتريخوالي پېښې په داسې حال کې کمې شوې چې کمزوری اوربند پيل شوی دی. خو بيا هم دواړو خواوو له اوربند نه د سرغړونو راپورنو ورکړی دي.

د سوريې ټلوزيون ويلي په حلب ښار کې يوې سړک غاړې بمی چاودنې يو کس وژلی او ۲۴ نور يې ټپيا کړي دي.

مخالفان بيا وايي په ادلب او حما کې دری تنه وژل شوي، او د سوريې حکومتي ځواکونو د پام وړ وتنې بېلګې يې نه دې ليدلې.

د بي بي سي د ډيپلوماټيکو چارو خبريال برېجېټ کېنډال په خپل راپور کې ليکې په داسې حال کې چې د پنجشنبې/پنځنۍ په لومړيو کې د اوربند وروستۍ نېټه پای ته ورسېده، د ترکيې پر پوله له يوې پوځي پوستې سوريې ته په کتو حالت ارام ښکارېده.

د سوريې له نورو سيمو هم راپورونه ورکړل شوي چې درنې وسلې چوپې وې.

خو د ارامۍ دغه حالت کمزوری دی.

پر انټرنېټ يوه خپره شوې وېډيو چې ادعا شوې د دمشق له څنډو ده، د لرې واټن ډزو غږونه په کې اورېدل کېږي.

د سوريې مخالفو مشرانو هم ژمنه کړې چې اوربند ته به غاړه ږدي، خو وايی د ولسمشر اسد د نيتونو په اړه شکونه لري.

د سوريې د ملي شورا وياند بسام عمادي وويل، "دا له وخت مخکې خبره ده چې د ده د نيتونو قضاوت وشي، خو له مخکې د دغه نظام په اړه د خپلې تجربې له مخکې چې لرو يې، فکر نه کوو دی به پر اوبرند ودرېږي."

خبره چې څومره د سوريې له حکومت سره تړلې ده، د پنجشنبې/پنځنۍ په لومړيو کې اوربند د دولتي ټلوزيون د خبرونو په سر کې نه و.

د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير يوه وياند جهاد مقدسي ټينګار وکړ سورزيه به يوازې هغه وخت پر اوبند ودرېږي چې که د مخالفانو له خوا تاوتريخوالی ونه شو.

خو دا د يوې سترې اندېښنې خبره ده. د مخالفانو له بېلابېلو ځايونو نامسلکي وېډيو ګانو کې ټانګونه او نښه ويشتونکي ليدل کېدل چې لا تر اوسه پر خپلو ځايونو دي.

په داسې حال کې چې د ملګريو ملتونو پلان غوښتنه کړې چې درنې وسلې دې د استوګنې له سيمو وايستل شي.

پوښتنه دا ده چې د کوفي انان پلان کار ورکولی شي که نه؟ دی به د ملګريو ملتونو امنيت شوراد سوريې حالت په اړه خپل قضاوت وړاندې کوي.

خو ان که اوربند ټينګېږي هم، پر راتلونکيو ګامونو هوکړې ته د ټولو خوا راکاږنه به اسانه کار نه وي.

په واشنګټن کې د ۸ سترو صنعتي هېوادونو بهرنيو چارو وزيران په غونډه بوخت دي، او پرې دې مساله لا له وړاندې خبرې کېږي، ګنې که اوربند ماتېږي، فشار بايد څنګه زيات کړی شي.

د بريتانيا د بهريو چارو وزير وېليم هېګ وويل: "غواړو د سوريې په اړه پر يو نوي پرېکړه ليک غوره کولو هڅه کې امنيت شورا ته ستانه شو، د مخالفانو ملاتړ به زيات او د لا پياوړو بنديزونو لګونې زيار به باسو."

احتجاجيان لا له وړاندې د سوريې په ادلېب او هم د حلب پوهنتون کې سړکونو ته وتلي.

خو کېدی شي ستره ازموينه به د جمعې پر ورځ وي، چې سوري چارواکي به د مخالفانو لاريونونو ته اجازه ورکړي او که نه، او که د ځپنې پېښې کېږي، اوربند به ورسره مات شي که څنګه؟

ورته مطالب