د برتانيا په اسمان کې ستوري نشته او که نه ښکاري؟

د انځور حقوق PA
Image caption په سروې کې راغلي چې د ٢٠٠٧ کال په پرتله د روښنايي په کثافت کې ډير لږ کموالى راغلى دى.

په دې وروستيو کې يوه سروې شوې چې د گډون والو ٥٣ سلنې ويلي دوي له لسو زياتو ستورو په شميرلو نه دي توانېدلي.

څنگه چې يې له نوم نه څرگنده ده د روښنايي کثافت نيغه رابطه د زياتې رڼا يا څېراغونو له کارولو سره لري.

له دې سره چې دلته په برتانيا کې د سړک د څېراغونو پر ضد کمپېن دوام لري خو بيا هم د ٢٠١٠ کال په اوږدو کې په برتانيا کې ځايي حکومتونو ٥٠٠ ميلونه پونډه د سړکونو او کوڅو په څېراغونو لگولي دي. نو د زياتو څېراغونو کارونه د دې سبب گرځي چې د برتانيا وگړي و نشي کړى د شپې له مخې په اسمان کې د ستورو ننداره وکړي.

دغه سروې د ستورو د کلنۍ شمېرنې د پروگرام يوه برخه ده چې هر کال دلته په برتانيا کې تر سره کيږي.

سروي چې زرو کسانو په کې برخه اخستي وه د روان کال په جنورې او فبررۍ کې د دوه اوونيو په اوږدو کې بشپړه شوې ده او له گډونوالو نه غوښتل شوي و چې په هغو شپو کې د اسمان ستوري وشمېري چې شين او صاف وي.

په سروې کې راغلي چې د ٢٠٠٧ کال په پرتله د روښنايي په کثافت کې ډير لږ کموالى راغلى دى.

په سروې کې دا هم راغلي که وضع همدا شان دوام وکړي ښايي زموږ گڼ شمېر ماشومان به تر پايه زموږ د کهکشان د ستورو په ليدلو بريالي نه شي.

تر دې وړاندې په سروې کې راغلي و چې د روښنايي کثافت نه يوازې دا چې برتانيا ميشتي يا هم د نړۍ په لويو ښارونو کې خلک ستوري نشې ليدلي بلکې د ستور پيژندوکو کار يې هم له ستونزو سره مخ کړى دى.

ورته مطالب