انجلینا جولي له لوبغاړي براډ پیټ سره کوژده وکړه

جولي او پیټ د انځور حقوق Reuters
Image caption جولی او پیټ له ۲۰۰۵ راهیسې له یوبل سره اوسېږي، چې شپږ ماشومان هم لري.

د هالیووډ دوو ستورو ۳۶ کلنې انجلینا جولي او ۴۸ کلن برادپیټ له یوبل سره د کوزدې کولو اعلان کړی دی.

د هالیووډ دوو ستورو ۳۶ کلنې انجلینا جولي او ۴۸ کلن برادپیټ له یوبل سره د کوزدې کولو اعلان کړی دی.

ددواړو ستورو یوې ویاندې ویلي، چې د واده نېټه لا تر اوسه نه په ډاګه شوې.

د ویلو ده چې جولي او پیټ، چې دواړه په هالیووډ کې د سینما د نړۍ مشهور ستوري دي، له ۲۰۰۵ کال راهیسې له یوبل سره نژدې اوسېږي.

انجلینان جولي او برادپیټ شپږ ماشومان لري.

انجلینا جولي چې د هالیووډ د یوه مشهور ستوري لور ده، په ګڼو فلمونو کې لوبېدلې ده.

هغې په ۱۹۹۹ کال د "Girl, Interrupted" فلم کې د لوبېدو په برکت د اوسکار جایزه هم ګټلې ده.

جولي وړاندې له دوو نورو سینمايي ستورو جوني لي میلر او بیلي باب تورنټن سره هم واده کړی دی.

خو برادپیټ بیا د "Ocean's Eleven" او Seven په څېر په مشهورو فلمونو کې لوبېدلی.

خو د ده پر دوو فلمونو خلکو نیوکې هم کړې دي.

ورته مطالب