د ناروې د ټول وژنې د عامل محاکمه پيل شوه

برویک
Image caption برویک پخپله لومړۍ محاکمه کې وویل چې د محکمې صلاحیت په رسمیت نه پېژني.

په ناروې کې د هغه سړي محاکمه پیل شوه، چې تېر کال یې لږترله ۷۷ کسان په ډزو ووژل.

اوس محکمه د اندرس برویک د ټول وژنې دوسیه څېړي.

نوموړي تېر کال د واکمن ګوند د ځوانانو یوه ډله ووژله.

هغه وروسته تر هغه چې لاسونه یې خلاص شول، پر شونډو موسکا درلوده او د نازيانو په څېر سلامي یې وکړه.

برویک پخپله لومړۍ محاکمه کې وویل چې د محکمې صلاحیت په رسمیت نه پېژني.

نوموړي په ۲۰۱۱ کال د ناروې د لومړي وزیر دفتر ودانۍ ته نژدې ماین ځای پرځای کړ، او بیا یې د کارګر ګوند د ځوانانو پر یوې ډلې ډزې وکړې.

برویک پر دې وژنه اعتراف کړی، خو ځان مجرم نه ګڼي.

که چېرې محکمه اعلان وکړي، چې برویک لېونحاله دی، ښايي رواني درملنه یې پیل شي، او که ووايي چې هغه روغ رمټ دی، نو زنداني به شي.

تېره اوونۍ رواني ډاکټرانو په ناروې کې وویل چې برویک په هوښ کې او بالغ دی.

خو د ډاکټرانو یوې بلې ډلې نوموړی لېونحاله او ناروغ وباله.

د لومړۍ ډلې ډاکټرانو ډلې ویلي وو چې اندرس برویک د وژنې پرمهال په بحراني وضعیت کې و.

د انځور حقوق s
Image caption برویک د ناروې د جنايي قوانینو له مخې، ښايي د ترهګرۍ د اعمالو له سزا سره مخامخ شي.

په اوسلو کې د بي بي سي خبریال سټیو روزنبرګ وايي، داسې نه ښکاري چې برویک به محکمه کې پښېماني وښيي.

د نوموړي محاکمه د دوشنبې پر ګهیځ نهه بجې په اوسلو کې پیل شوه.

د تېر کال له وژنو یوه ژغورل شوي یورید نوردملان بي بي سي ته وویل: "د ناروې د خلکو لپاره یوه تاریخي ورځ ده. موږ تر اوسه دا ډول محاکمه نه وه لیدلې، او ټول پر دې پوهېدل غواړو چې پایله به یې څه وي."

برویک د ناروې د جنايي قوانینو له مخې، ښايي د ترهګرۍ د اعمالو له سزا سره مخامخ شي.

برویک ویلي غواړي چې ناروې او اروپا "د مسلمانانو له استعمار" وژغوري.

ورته مطالب