د ٧٧ کسانو وژونکي وويل گرم نه دى

د انځور حقوق AP
Image caption که محکمه پریکړه وکړي چې دی په عصبي ناروغې اخته دی نو د درملنې لپاره به روغتون ته واستول شي

په ناروې کې ښي لاسي اورپکي- اندېرس بېرېنگ برېوېک د اوسلو يوې محکمې ته وويل چې د تېر جولاى په بريدونو ځان پړ نه بولي چې ٧٧ تنه پکې ووژل شول.

برېوېک ومنله چې په پلازمنېه اوسلو او شاوخوا کې يې دغه غبرگ ډاروونکي بريدونه کړي وو، خو ويې ويل چې موخه يې يوازې د ځان دفاع وه.

هغه د محکمې قانونيت هم رد کړ، ځکه چې په وينا يې د هغو سياسي ډلو ملاتړ ورسره دى چې په دغه هېواد کې نورو وگړو ته هم د اوسېدو حق ورکوي.

انډرس بهرنګ بريویک دغه راز د محکمې قاضي ته وویل زه د ناروی محکمه نه پېژنم او تا ته دا ماموریت د هغو سیاسي ګوندونو له خوا درکړل شوی دى چې د ګڼ کلتورۍ پلوي کوي.

ښاغلي بريويک زياته کړه چې زه د ناروې محکمه نه پیژنم. تاته دا ماموریت د هغو سیاسي ګوندونو له خوا درکړل شوی چې د ګڼ کلتورۍ پلوي کوي. سربیره پر دې ته د ناوري د پخواني صدراعظم د خور انا هرلیم شخصي ملګرې یې.

دغه راز بهرنګ بريویک ځان په محکمه کې یو لیکوال وباله چې په وینا یې دم ګړۍ له زندان نه کار کوي. هغه دا خبرهم وکړه چې دده په بریدونو کې د خلکو د وژل کیدو خبره مني خو د جرم مسوولیت نه شي منلای ځکه چې دغه کسان یې د ځان په دفاع کې وژلي دي.

هغه د دغو څرګندونو پرمهال هیڅ احساساتي نه و. قاضي یې خبرې نوټ کړي خو وکیل یې وویل چې د موکل څرګندونې یې رسمي نه دي.

تر دې وړاندې څارنوالانو د ټولو هغو کسانو او د هغو د وژل کیدو په هکله جزییات محکمې ته وړاندې کړل چې بهرنګ بري ویویک وژلي دي.

که محکمه پریکړه وکړي چې دی په عصبي ناروغې اخته دی نو د درملنې لپاره به روغتون ته واستول شي خو که پریکړه داسي وشي چې بهرنګ بریویک له ذهني پلوه ښه دي نو بیا به د روغتون پرځای زندان ته استول کیږي.

له دې پریکړې وروسته ښايي هغه ته د ۲۱ کالو بند جزا ورکړل شي. دا موده غزول کېدای هم شي یا ښايي تر مرګه پورې په زندان کې وساتل شي.

ورته مطالب