ابو قتاده بیا برتانیا کې نیول شوی

ابو قتاده د انځور حقوق na
Image caption د ابو قتاده دفاعي ډله د هغه په ضمانت خوشي کولو غوښتنه کوي.

بي بي سي ته ویل شوي چې اردنی سخت دریځی اسلام پال ابو قتاده په لندن کې بیا نیول شوی دی.

د برتانیا د کورنیو چارو وزارت ویلي چې نوموړی به له خپل هېواده وباسي.

خو د ابو قتاده دفاعي ډله وايي، چې نوموړی دې په ضمانت خوشی شي.

وروسته تر هغه چې د کورنیو چارو وزیرې تیریزا مای پارلمان ته د هغه په اړه راپور وړاندې کړ، په پام کې ده چې ابو قتاده د یوې ځانګړې استیناف محکمې ډلې مخې ته ودرول شي.

مای وکیلانو ته وویل، شاید ابو قتاده په اردن کې د یوې عادلانه محاکمې لپاره ولېږل شي.

د بشري حقونو اروپايي محکمې وېره ښودلې وه، که ابو قتاده اردن ته واستول شي، شاید په زور اعتراف ترې واخیستل شي.

"امنیتي ګواښ"

د برتانیا د کورنیو چارو وزیرې په تېر مارچ کې اردن ته د سفر پرمهال له پاچا او وزیرانو سره د ابوقتاده په اړه غږېدلې ده.

اردني وزیران ابوقتاده یو 'ډېر خطرناک''' سړی بولي.

وړاندې یوه برتانوي قاضي ابوقتاده په تېره فبرورۍ کې په شپږو کالو بند محکوم کړی و.

د پارلمان یوه غړي بیټر بون بي بي سي ته د ابو قتاده له نیول کېدا مخکې ویلي، چې حکومت باید هغه له خپلې خاورې وباسي او بیا قانوني اجرآت ترسره کړي.

که څه هم برتانیا کې پر ابوقتاده کوم ښکاره تورونه نه شته، خو برتانوي چارواکي دا دلیل وايي چې ګني هغه ترهګریزو برید کوونکو ته د پلان جوړولو لارښوونه کړې ده.

ابو قتاده په اردن کې د امریکايي او اسراییلي سیلانیانو پرضد د بریدونو په دسیسې تورن دی.

ښی لاس

ابوقتاده په اروپا کې د القاعدې شبکې د وژل شوي مشر او بنسټګر اسامه بن لادن ښی لاس ګڼل کېده.

نوموړی په ۱۹۹۳ کال برتانیا ته د پنا اخیستو په بهانه ولاړ خو له تېرو شپږو کالو راهیسې په زندان کې وو.

ورته مطالب