هند اوږد واټنى توغندى وازمايۀ

Image caption لا مالومه نه ده چې توغندي به ۵۰۰۰ کيلو مټره ليرې واټن سم هغسې وهلي وي او که نه چې هندي چارواکي يې هيله لري؟

هندي چارواکي وايي یو ليرې ویشتونکی توغندی چې اتومي سروکي هم له ځانه سره ليږدولی شي بريالى ازمويلی دی.

د اکني پنځه په نامۀ نومول شوى توغندي د هند په ختيځ ساحل کې له يوې برخې وتوغول شو او په ۲۰ دقیقو کې يې اندونيزیا ته نژدې د هند په سمندر کې خپل هدف وواهه.

دغه توغندی د دې وړتيا لري چې په ۵۰۰۰ کيلو متړو کې هدف ووهي يا په بله مانا دا توغندی کولای شي د چین ډيرو ښارونو ته ورسیږي.

خو تر اوسه لا مالومه نه ده چې دغه توغندي به ۵۰۰۰ کيلو مټره ليرې واټن سم هغسې وهلي وي او که نه چې هندي چارواکي يې هيله لري؟

که چیرې دغه ازموينه بريالۍ و بلل شوه نو هند به د هغو هيوادونو لکه چين، روسيه ، فرانسه ، امريکا او برتانیا سره په کتار کې ودريږي چې د لویو وچو ترمنځ د لېرې واټن ویشتونکي هستوي توغندي لري.

داسې ګومان کيږي چې اسراييل هم د دې ډول توغندي د لرلو تکل لري.

د دغې ازموينې ډاريکتر بي بي سي ته وويل چې دا بالکل سمه توغوونه وه.

د ازمېښت ټول پروگرامونه په کې وشول او وار د مخه ټاکل شوي ټول هدفونه وويشتل شول

د هند لومړي وزير من موهن سینګ ټولو ساینس پوهانو ته د دې بريالۍ ازموينه مبارکي ور کړه.

ښاغلي سينگ وويل نننۍ توغونه د امنيت ، چمتو والي او د ساینسي پولو د څيړولو په هڅه کې يوه بله مهمه نخښه ده.

تاريخي شيبه

په ديلي کې د بي بي سي خبريال اندریو نارت وايي، هندي چارواکي دا ردوي خو هر کس په دې باور دی چې د دې توغوونې اصلي هدف د چين مخه نيول دي.

په کور دننه جوړ شوي اکني پنځه په توغولو هند له يو شمير هغو هيوادونو سره په کتار کې ودريده چې د لویو وچو ترمنځ د لېرې واټن ویشتونکي هستوي توغندي لري او د اتومي وسلو لرونکي دي.

دا توغوونه په هندې کې دننه خلک د دغه هيواد لپاره تاريخي شېبه بولي.

د چارشنبه په ورځ د پاکستان د پوځ لوى درستيز پر هند غږ کړى و چې د دفاع بودجه کمه کړي.

جنرال اشفاق کياني ويل چې دواړه هيوادونه بايد د دفاع پر ځاى په نورو پرمختيايي چارو ډيرې پيسې ولگوي.

په تيرو وختونو کې د هند تر نژدې هرې ازموينې وروسته پاکستان هم ورته عمل کړى دى.

خو کارپوهان وايي د پاکستان اقتصاد ته په پام سره ښايي دا ځل دوى له ورته چارې ځان وساتي..

ورته مطالب