سوریه: امنیت شورا پر نوې پرېکړه رایې اچوي

ایهود بارک د انځور حقوق AP
Image caption ایهود بارک وايي، لبنان او غزه کې د ایران استازي د نظام له چپه کېدو وروسته له ښه برخلیک سره نه دي مخامخېدونکي.

په پام کې ده چې د شنبې ورځ په وروستیو کې امنیت شورا د سوریې په اړه وغږېږي.

رپوټونه وايي، امنیت وشرا دغه هېواد ته د حکومتي ځواکونو او ټلوالې د وسله والو د کړنو د څارنې او اوربند په موخه د درو سوو نړیوالو څارونکو پر استولو هم خبرې وکړي.

دپلوماتان وايي، دا پرېکړه روسي او اروپايي جلا دوه پروژې سره یوځای کوي.

تمه ده چې سوریې ته د درو میاشتو لپاره د نړیوالو څارونکو ډله د سوري ځواکونو تر کنټرول لاندې فعالیت وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف مسکو کې خبریالانو ته وویل، ټول باید سوریې ته د نړیوالې ټولې او ملګرو ملتونو د استازي کوفي عنان د پلان ملاتړ وکړي.

لاوروف ټینګار وکړ چې هېواد یې په سوریه کې په هر وسله اخیستونکي د فشار راوړلو پلوی دی.

خوم په ملګرو ملتونو کې د فرانسې استازي جیرار اراو وویل، د پرېکړ متن د تېرې جمعې ورځې په وروستیو کې تصویب شوی، او پا پام کې ده چې د شنبې پر ورځ د ګرینویچ پرمهال د مازدیګر پر درو بجو د شورا غړي رایه ورباندې واچوي.

اروپا وړاندیز کړی که چېرې دمشق د عنان پلان ته غاړه نه ږدي، نو پر سوریه دې ناپوځي بندیزونه ولګول شي، خو دغه ماده د روسیې له خوا په وړاندیز شوي متن کې نه شته.

"د سوریې ملګري"

د امریکا متحده ایالتونو او فرانسې د سوري حکومت پروړاندې خپل دریځونه سخت کړي دي.

دوی د تېرې پنجشنبې په ورځ پاریس کې د بهرنیو چارو د وزیرانو د ناستې پرمهال د دمشق پرضد د یوه پوځي ګام د اخیستو په تړاو سره یوه خوله نه وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن سوریې ته په واردېدونکې وسلې د لا نور نړیوال بندیز غوښتنه وکړه.

خو د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر الن جوبېه بیا وویل چې لاهم د بندیز پرځای نور غوراوي د بحث او نظر ورکولو لپاره شته.

د انځور حقوق AFP
Image caption د امنيت شورا ځينې غړي لکه روسيه غواړي چې په چټکۍ سره د څارونکو د ډېرلو چاره پيل شي.

خو د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون د امنیت شورا ناستې ته په وینا کې سوریې ته د نورو نړیوالو څارونکو استول مهم وبلل.

د سوریې په شمال کې د بي بي سي خبریال وايي، حکومتي جنګي چورلکو پر یو شمېر سیمو بمبار کړی، چې لږترلږه دوه کسان یې وژلي دي.

د سوریې د بشري حقونو فعالینو هم ویلي چې د جمعې ورځې په تاوتریخوالو کې لږترلږه پنځه ویشت ولسي وګړي وژلش وي دي.

په برتانیا کې د سوري د بشري حقونو څارونکي مرکز ویلي، په حمص او حلب سیمو کې ډېری وژل شوي کسان ولسي وګړي دي.

خو حکومتي سرچینو ویلي، چې په القنیطرة او درعا سیمو کې دوو چاودو لږترلږه پنځه حکومتي پوځيان وژلي دي.

خو دغه شمېرې د کومې خپلواکې سرچینې له لوري نه دي تایید شوي.

ورته مطالب