چین او روسیې ګډ سمندري تمرینونه پیل کړي

چینايي بېړۍ د انځور حقوق
Image caption چین وايي د فلپین ناهوښیارانه عمل په ځواب کې به چوپ پاتې نه شي.

چین او روسیې په ګډه د چین په ختيځ ژیړ سمندر کې د یکشنبې پر ورځ ګډ سمندري تمرینونه پیل کړل.

د چین خبري رسنیو ویلي، چې دا تمرینونه به ټیک شپږ ورځې دوام وکړي.

خو شینخوا رسمي خبري اژانس ویليو چې دغه مانورې په شاندونګ ولایت کې چینګداو ښار ته څېرمه سمندر کې پیل شوي دي.

ددغو پوځي تمرینونو پیل د یکشنبې پر ګهيځ د چیني او رسوي افسرانو له لوري وشو.

دغه پوځي مناورې داسې مهال پیل شوې، چې چین د خپل پوځي لګښت د ډېرېدو اعلان کړی دی.

چین وايي چې د چین په سوېلي او ختيځ سمندرونو په ځينو ټاپوګانو کې به خپل پوځيان ډېر کړي.

ددغو ګډو پوځي مانورو هدف هوايي دفاع او د پلټنې او ژغورنې د عملیاتو پیاوړي کول ښودل شوي.

دوی دا هم وايي چې یوه موخه یې له دغو پوځي تمرینونو د تښتول شوو بېړیو ژغورل او د ترهګریزو بریدونو مخنیوی دی.

په دغو مناورو کې شباړسو چینايي جنګي بېړیو او څلورو روسي بېړیو ګډون کړی دی.

چین په تېره پنجشنبه اعلان وکړ چې د ترسره کېدونکو پوځي مناورو هدف یې په سیمه کې د سولې او ثبات ټينګول دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لیو ویمین پکین کې خبریالانو ته وویل "دغه مناوې له ډېر وخت راهیسې پلان شوې وې، او هدف یې د دوو ولایتونو د امنیت ټينګښت او ټيکاو دی."

خبرداری

د تېرې یکشنبې پر ورځ د چین پوځ د امریکا متحده ایالتونو ته خبرداری ورکړ چې له فلپیني ځواکونو سره د امریکايي ځواکونو ګډ پوځي تمرینونه په سوېلي چینايي سمندر کې د چین د واکمنۍ پر سر ښايي وسله والې نښتې ته لار هواره کړي.

د چین د پوځ له لوري خپرېدونکې "د ولس د ازادۍ پوځ" ورځپاڼې ګواښ کړی، چې د چین او فلپين ترمنځ د یو لړ شخړمنو اوبو پر سر وروستۍ شخړه ان وسله وال ګواښ ته رسېدلې ده.

دوی وايي که چېرې دا شخړه سخته شي، مسؤولیت به یې د واشنګټن پر غاړه وي.

د ویلو ده چې امریکايي او فلپیني ځواکونو د روانې میاشتې پر شپاړسمه ددوو اوونیو لپاره ګډ پوځي تمرینونه پیل کړي دي.

دوی په هغو سیمو کې دا تمرینونه پیل کړي، چې پکین او مانیلا دواړه یې د واکمنۍ ادعا کوي.

د ویلو ده چې چین له ویتنام، برونای، مالیزیا او ټایوان سربېره له فلپین سره د چین په سوېلي سمندر کې پر ځينو ټاپوګانو لانجه لري.

بل خوا د چین یوه متقاعد جنرال لو یوان، چې د چین د پوځ په څېړنیزه څانګه کې کار کوي او په سخت دریځو نظریو شهرت لري، ویلي چې "چین ددې مسالې په اړه ډېر صبر کړی او شاید د صبر کاسه یې ډکه شي. که چېرې فلپین ناهوښیارانه ګام واخلي، زموږ دريځ به هم ژر واوړي او د چین سمندري پوځ به هله لاس تر زنې کښېنه ني."

ورته مطالب