امریکا د برېښنا زېرمه کوونکو ګروپونو پېر او پلور پیل کړ

نوی ایل ای ډي ګروپ د انځور حقوق AP
Image caption فیلیپس هغه لومړنی سیالي ګټونکی دی، چې له تېرو ۱۸ میاشتو راهیسې یې پر دغه ګروپ ازموینې روانې وې.

د ځمکې د نړیوالې ورځې په مناسبت د امریکا په متحده ایالتونو کې داسې لومړني برېښنايي ګروپونه راوتلي، چې تر ۲۰ کلونو پورې کار کوي.

دغه نوي ګروپونه فیلیپس هالنډي شرکت جوړ کړي، چې د اور اخیستو سیمو کې یې (ال ای ډي) مواد کارول شوي.

د ال اي ډي ټيکنالوجۍ دا ځانګړنه ده، چې د ګروپونو عمر ان تر شلو کلونو پورې اوږدوي.

دغه مواد لرونکي ګروپونه قیمته دي، چې د یوه ګروپ بیه ان ۶۰ ډالر هم کېدلی شي.

خو فیلیپس دغه ګروپونه ډېر کړي، او خلک یې ان په شل ډال هم اخیستی شي.

د امریکا د برېښنا وزارت په یوه سیالۍ کې دغو ګروپونو لومړی ځای ګټلی دی، او پر فلور سنټ ګروپ یې قوت یې ۶۰ واټه دی، غوره ګڼل شوی.

فیلیپس هغه لومړنی سیالي ګټونکی دی، چې له تېرو ۱۸ میاشتو راهیسې یې پر دغه ګروپ ازموینې روانې وې.

دا ډول ګروپونه په اروبا او امریکا کې ډېر پېر او پلور لري.

له ١٩٦٢ کال راهيسې د اپريل ۲۲ د ځمکې د نړيوالې ورځې په نامه په گرده نړۍ کې لمانځل کېړي.

د دغې ورځې لمانځنه خلکو ته دا وريادوي هغه ځمکه له پامه و نه غوړرځوي چې دوى په کې ژوند کوي، او له ټولو نعمتونو نه يې خوندونه اخلي.

ورته مطالب