په بنگله دېش کې ولې نجونې په کمکيني وديږي؟

Image caption "په دې ټولنه کې نجونې د اوږو بار ګڼل کیږي ځکه څه عايد نه لري.کله چې دوی عاید ونه لري دوی په بشپړه ټوګه په کورنۍ تکيه کوي".

بنګله دېش په نړۍ کې هغه هېواد دی چې ۲۰ سلنه نجونې يې تر ۱۵ کلنې وړاندې وديږي. دا په داسې حال کې ده چې د دغه هېواد په قانون کې د واده عمر ۱۸ کاله ويل شوی دی خو ولې قانون نه پلی کيږي؟

د پلان انټرنشنل په نامه د يوې نړېوالې ټولنې د بنګله دېش د برخې مشره مارینا مینګ ایوورا وايي دا د غلامۍ يوه نوې بڼه ده.

په دې ټولنه کې نجونې د اوږو بار ګڼل کیږي ځکه څه عايد نه لري.کله چې دوی عاید ونه لري دوی په بشپړه ټوګه په کورنۍ تکيه کوي.

کورنۍ مجبوره دي چې خواړه ورته برابر کړي، په تن يې پټې کړي او د ولور خرڅ يې ورته پيدا کړي.

ولور هغه پيسې دي چې دلته يې بايد د افغانستان خلاف د نجلۍ کورنۍ د زوم کورنۍ ته ورکړي.

په دې سیمه کې ولور د ټول عمر خواري غواړي، خو کله چې نجلۍ کوچنۍ وي ولور يې لږ او نجلۍ هم ډير بازار لري.

مارينا ډيرې کوچنۍ ناويانې ليدلي دي.

هغه وايي په لږ عمر کې ودول شوي نجونې ورته وايي چې کوچنيوالی يې نه دی درلودلی.

دا د درو تنو کیسې دي چې په لږ عمر کې د واده له پايلو سره ژوند کوي.

لطفآ دعا را ته وکړه

پاپي په ارامه وويل: لطفآ دعا را ته وکړه

دې ناروغۍ نه مې نفرت کيږي.هيڅ يې د بوی توان نه لرم. زه خپلو ټولو همځولو ته وايم چې بايد په کوچني عمر کې واده ونه کړي.

هغه د ډهاکې په يوه روغتون کې پر يوه کټ ناسته ده. پر ديوالونو حشرات ګرځي او ميرمنې چې نوي له عمليات خوني نه راوتلي په يوه کټ کې دوه پرتې دي.

هغه وايي "کله ژاړم چې زه نو څه کولای شم".

پاپي د داخلي زخمونو نه رنځيږي.

هغې ته داسې ناروغي پيدا شوې چې خپلې بولي نه شي ټينګولای. او دا ناروغي ځکه ورته پيدا شوې چې په کوچنيوالي کې يې زيږون ورکړی او سمه روغتيايي پالنه يې نه ده شوې.

د روغتون نرسان له دې نه دې خبرې چې د پاپي اصلي عمر څومره دی. دوی وايي ښايي ۱۲ کلنه وي خو پاپي هيڅ غږ نه کوي.

پاپي په زوره تر دې څه باندې ۱۰ کاله مشر سړې ته واده کړای شوه. هغه وروسته ميندواره شوه او ماشوم يې ضايع کړ.

" ماشوم زما په خيټه کې مړ شو او ډاکتران مجبوره شوه زما خیټه سيري کړي چې را وې باسي"

پاپي په يوازې ځان کلینیک ته را غله ځکه کله چې دا ناروغي ورته پيدا شوه میړه يې پريښوده.

په بنګله دېش کې پاپي ته ورته په لسګونه زره نجونې او ښځې شته.

ما ترې پوښتنه وکړه چې ايا غواړي بیا واده وکړي؟

سر يې وخوزاوه وويل يې نه.

زه خپلو ټولو همځولو ته وايم چې پام کوﺉ چې واده ونه کړﺉ که مو وکړ دا به مو حال وي.

له را وتو سره پاپي را غږ کړه:

"لطفآ دعا را ته وکړﺉ چې روغه شم".

موږ د نجونو ژوند ژغورو

علي احمد وايي دا کار ځکه کوم چې د نجونو مور او پلار د څو شيبو لپاره په خندا ووينم.

علي يو کمپاين کوونکی دی. هغه هره ورځ په کلي ګرځي او د ځوانو نجونو ميندو او پلرونو ته وايي چې ولې بايد خپلې لوڼې په کم عمر کې واده نه کړي.

Image caption د ژيړ کميس هلک علي دی.

دی د پاپي همزولی هم دی، يوازې ۱۲ کلن.

علي وايي :"يوه نجلې مې پيژنده چې ما ته د خور په شان ښکاریده . هغه پلار په زوره واده کړه او هماغه و چې بیا مې ونه ليده".

علي همدې پيښې ډير خواشينی او غصه کړ.

هغه وايي که څه هم ميندې او پلرونه په لوی لاس نجونې کوچنۍ ودوي خو ښه پرې خپه دي او په دې نه پوهيږي چې له اولادونو سره به يې څه کيږي.

علي په ډهاکه کې د پلان انټرنشنل دفتر ته ورغی. هغه د دفتر کارکوونکو ته وويل چې غواړي د ماشومانو يوه ډله جوړه کړي چې دغه دود ته د پای ټکی کيږدي.

هغه کور په کور ګرځي او له ميندو پلورنو سره خبرې کوي، هڅوې يې چې خپلۍ لوڼې په کوچنيوالي کې واده نه کړي.

علي په يوه کو ر کې له هغوې وغوښتل چې په کور کې د ماشومې نجلۍ د زيږيدو سند ور وښيي. کله چې خبر شو، ماشومه هيڅ ثبت شوې نه وه ،د علي ډله مجبوره شوه د نجلۍ نوم ثبت کړي. دوی د نجلۍ پلار ته هم خبردارۍ ورکړ چې نظر به پرې ساتي.

نوموړی وايي:

"موږ تر نورو ښه کار کوو. مشران ګومان کوي چې زموږ عمر کوچنی دی خو بیا هم په ډير څه پوهيږو. د مشرانو په پرتله زموږ انرژي ډيره ده".

د يوې مرستندويه ټولنې يوه کارکوونکي وويل:

" له هغه نه چې د ماشومانو دې ډلې دغه کمپاين شروع کړی په لږ عمر کې د نجونو په ودولو کې ۵۰ سلنه کموالی راغلی".

علي وايي:

"ډير خوشاله يم چې زما د کار له امله د يوې نجلۍ ژوند خوندي شو".

زه له دې سره مینه لرم ځکه يې ودوم

جيمي يوازې د ۱۳ کالو ده. له همځولو سره لوبې يې ډيرې خوښي دي.

کله چې موږ ورسره ولیده، ويل يې په شپږو مياشتو کې به وديږي.

مور يې هلک ورته خوښ کړی او ورځ يې هم ورته ټاکلې.

جيمي له ډهاکې لیرې په يوه کلي کې اوسيږي. د هغې تر کلي ۶ ساعته د موټر مزل دی.

Image caption د جیمي مور وايي پيسې ور سره نشته چې په لور ښوونځی ووايي.

د يوې فعالې په مرسته مو جمي پيدا کړه او کله چې مې ترې وپوښتل خوشاله ده چې وديږي؟

ځمکې ته يې وکتل او ويې ويل نه.

جمي په تن ډيره کوچني او شرمناکه ده.

د هغې مور راته وويل جمي بايد اوس واده وکړي ځکه د ولور غم يې لا نشته.

که چېرې صبر وکړي ډيره ګرانه به ورته تمامه شي ځکه له دوی سره د ولور پيسې نشته.

هغه وايي:

"زه هيڅ انديښنه نه لرم. هغه هلک زما د خور زوی دی. نجونې خو هسې هم نه وايي چې واده کوم"

هغې ته وويل شوه چې دا کار د قانون خلاف دی خو کله چې د ځايي دولتې څانګې نه چارواکي راغلل چې واده ودروي< د جمي مور ناندرۍ ورسره شروع کړې.

هغه وايي پيسې نه لري چې نجلۍ ښوونځي ته واستوي او ک بې واده په کورکيني خلک به بد ور پورې وايي.

"زه له دې سره مینه لرم ځکه يې ودوم"

خو چارواکو وګواښله چې که چېرې يې دا کار وکړ سزا به وويني.

هماغه وه چې د جمي مور هم د ګاونډيانو او نورو په مخکې خلکو ته په لوړ غږ اعلان کړه چې واده ماده نه شته.

ددې هر څه په ليدو جمي وخندل او وې ويل هر څه چې دا اوس وشول ډير ښه وشول.

ورته مطالب