پاکستان وايي هند ته رسېدونکی توغندی یې ازمویلی

شاهین د انځور حقوق BBC World Service
Image caption پاکستان دا توغندی د هند د توغندي له ازمویلو وروسته ویشتلی دی.

پاکستان یو توغندی آزمویلی چې کولای شي اټومي سرکوي هم له ځان سره ولېږدوي.

دغه ګام یوه اوونۍ وروسته تر هغه پورته کیږي چې هند هم یو لېرې واټن ویشتونکی توغندی وآزمویه.

د پاکستان پوځ وايي د شاهین یو اې منځنی واټن ویشتونکی توغندي آزموینه چې کولای شي په هند کې هدفونه په نښه کړي په بریالیتوب سره ترسره شوې.

پاکستان او هند له ۱۹۴۷ کال راهیسې درې ځله جګړه کړې.

دوی په منظمه توګه د توغندیو آزموینې کوي او په دې اړه یو بل ته له وړاندې خبر وکوي.

پاکستان دا ګام د هند له لوري د یوه داسې توغندي له توغولو ایله یوه اوونۍ وروسته اخیستی، چې وايي توغول شوی توغندی یې د چین پلازمېنې پکین او ختيځې اروپا ته رسېدلی شي.

که څه هم پاکستان د خپل توغول شوي توغندی واټن نه دی ښودلی، خو کارپوهان باور لري چې شاید د ۲۵۰۰ او ۳۰۰۰ کیلومترو ترمنځ واټن وویشتلی شي.

پاکستان وړاندې د شاهین -۱ اې په نامه یو توغندی توغولی، چې ویل کېږي د هند خاوره ویشتلی شي.

د پاکستان پوځي ټینګار کړی چې توغول شوی توغندی یې د لنډ واټن او اوږدواټنو توغندیو د توغولو پیلامه ده.

پاکستان وايي توغول شوي توغندي یې په سمندر کې خپل هدف ویشتلی دی.

هند او پاکستان په ۱۹۴۷ کال کې له برتانیا له خپلواکۍ اخیستو وروسته درې ځلې جګړې کړې دي.

پاکستان د ۱۹۹۸ کال په مۍ کې هم د هند له اتومي ازموینې وروسته خپله اتومي ازموینه کړې وه.

هند او پاکستان د اتومي وسلو د نه خپرولو تړون نه دی لاسلیک کړی.

دغو دواړو ګاونډیو هېوادونو له ۲۰۰۴ کال راهیسې د سولې خبرې پیل کړې، خو په ۲۰۰۸ کال پر ممبۍ د بریدونو له کبله ددواړو هېوادونو اړيکي سخت ترینګلي شول.

له تېرو راتلونکو څو میاشتو راهیسې دواړو هېوادونو د سولې خبرې پیل او رسمي سفرونه کړي دي.

ورته مطالب