رامني له سپینې ماڼۍ د اوباما د ایستلو ژمنه وکړه

میت رامني د انځور حقوق AP
Image caption ښاغلي رامني تر اوسه ۶۹۵ څوکۍ ګټلې دي.

په امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکي ګوند نوماند میت رامني په ګوند کې دننه ټاکنو کې بریالی شوی چې د نومبر په میاشت کې به له ولسمشر اوباما سره سیالي کوي.

ښاغلي رامني په کنتیکت، روه ډې آیلند، پنسلوانیا، نیویارک او دلاور کې بریالی شوی دی.

هغه له خپلو پلیوانو مننه وکړه چې پر ده یې باور وکړ:

''مننه امریکا ، وروسته تر ۴۳ لومړنیو ټاکنو او اوږدو شپو ورځو کولای شم په ډاډ سره درته ووایم چې ما ته مو ویاړ راپه برخه کړ، او دا مسؤولیت مو را کړ چې د نومبر د شپږمې نیټې په ټاکنو کې یو ځای سره بریالي شو.''

میت رامني ژمنه وکړه چې له سپینې ماڼۍ به اوباما وباسي.

ښاغلي رامني د سه شنبې پر ورځ وویل چې''سر له نن شپې د امریکا د تاریخ یو نوی پېر پیلېږي.''

نوموړي پر اوباما سختې نیوکې وکړې.

د جمهوري غوښتونکي ګوند ټاکنې په سه شنبه په نیویارک، پنسلوانیا، دلاوار، کنتیکت او روډ ایلنډ ایالتونو کې ترسره شوې.

د ولسمشر بارک اوباما ټاکنیز دفتر د ښاغلي رامني د وینا په غبرګون کې خبرداری ورکړی چې ګني هغه''د خپلو اقتصادي بحرانونو د سیاست په تړاو امریکا وروسته پاتې کېدو ته اړباسي.''

وروسته تر هغه چې د جمهوریت غوښتونکو یو بل کاندید او مخکنی سناتور ریک سنټورم له لومړنیو ټاکنو وایستل شو، ښاغلي رامنی د خپل ګوند له لوري ټاکنو ته د یوه پیاوړي کاندید په توګه رامخې ته شو.

ښاغلي رامني تر اوسه ۶۹۵ څوکۍ ګټلې دي.

د ۲۳۱ څوکیو برخلیک پر تېره سه شنبې په ډاګه شو.

اوس په ټاکنو کې د ښاغلي رامني اصلي سیالان ران پیل او نیوت ګینګریچ دي، خو د شنونکو په وینا، داسې ښکاري چې جمهوریت غوښتونکي ښه بخت نه لري.

وړاندې ښاغلي ګینګریچ ویلي وو چې پلار یې په دلاوار ایالت کې د ټاکنو پایلو ته په انتظار دی.

ورته مطالب