طالبان سره د امريکا د خبرو ستونزې او هڅې

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ملا خير الله خيرخواه د ۲۰۰۲ کال راهيسې د ګوانتانامو په زندان کې بندي دی.

وروسته له هغې چې د بيلابېلو دلايلو له امله د امريکا او طالبانو تر مينځ پيل شوې مقدماتي خبرې ټکنۍ شوې، د امريکا دولت تکل ښودلی چې د مذاکراتو دغه لړۍ يو ځل بيا پيل کړي. دوه اوونۍ وړاندې په کابل کې د امريکا مرستيال سفير جيمز کننګهم هم اعلان کړی و چې د امريکا دولت د طالبانو سره خبرو اترو ته لېواله دی.

خو د رويټر خبري آژانس ته د لاس ته ورغلو معلوماتو له مخې دا ځل د اوباما اداره غواړي چې د ښهٔ نيت په توګه په خپل يو اړخيز ګام کې يو څه بدلون راوړي.

تر دې وړاندې د امريکا لوري منلې وه چې د طالبانو پنځهٔ زنداني مشران د کيوبا د ګوانتانامو لهٔ زندانه د قطر هېواد ته ولېږدوي چېرې چې طالبانو ته د يو سياسي دفتر د پرانيستلو بلنه ورکړل شوې وه.

اوس داسې ښکاري چې د امريکا دولت ښايي د پنځو طالب مشرانو پر ځای يو زنداني مشر، خير الله خيرخواه، نېغ په نېغه د افغانستان دولت ته وروسپاري.

که څهٔ هم امريکايي چارواکي وايي چې دغه پلان په لومړني پړاو کې دی او تر اوسه په دې هکله وروستۍ پرېکړه نه ده شوې، خو دوی دا مني چې خير الله خيرخواه د نورو طالب زندانيانو لکه ملامحمد فاضل په شان "ډېر خطرناک" نه دی.

که څه هم يوازې ويل شوې چې دغه زنداني به د قطر پر ځای يو دريم ګړي هېواد ته لېږدول کېږي، داسې ښکاري چې ښايي نوموړي افغانستان ته ولېږدول شي.

ملا خير الله خيرخواه، چې د ۲۰۰۲ کال راهيسې د ګوانتانامو په زندان کې بندي دی، د طالبانو د حکومت په وخت کې د هرات د والي، د طالبانو د تحريک د وياند، او د کورنيو چارو د وزير په توګه دنده تر سره کوله.

د انځور حقوق AP
Image caption که چېرې امريکا په رښتيا هم د خير الله خير خواه د خلاصون هوډ ولري، دوی بايد د دغه هېواد کانګريس ته دېرش ورځې دمخه خبر ورکړي.

د امريکا د پوځ رابرسېره شوي اسناد خير الله خير خواه "خطرناک" او د اسامه بن لادن او ملا محمد عمر نژدې ملګری بولي خو بيا هم هغه يو ملکي مشرګڼي چې د ولسمشر کرزي قومي او دوست دی.

د سولې عالي شورا چې په دې وروستيو کې يې نوي مشر تابه په کار پيل کړي دی د حامد کرزي دولت سره په غبرګه، لهٔ ډېرې مودې له امريکايانو غواړي چې خيرخواه افغانستان ته ستون کړي.

د امريکا د کاغذ پر مخ پاليسي تر اوسه هم دا ده چې طالبان د ټوپک د شپيلۍ په زور پهٔ ګونډو کړي، خو د څه د پاسه يو کال راهيسې د امريکا حکومت د پردې تر شا ديپلوماتيکې هڅې پيل کړيدي چې طالبان د ترهګرۍ غندلو او په افغان حکومت کې ګډون ته وهڅوي.

له بلې خوا د ولسمشر اوباما لپاره په يو ټاکنيز کال کې د طالب بنديانو لېږد او يا هم خلاصون له سياسي خطره ډکه چاره بلل کېږي.

د امريکا د کانګريس د دواړو ګوندونو غړو، په ځانګړي ډول جمهوري غوښتونکو، له وړاندې د ملا محمد فاضل په شان د طالبانو د خطرناکه مشرانو د خلاصون پرضد غږ اوچت کړيدی.

که چېرې امريکا په رښتيا هم د خير الله خير خواه د خلاصون هوډ ولري، دوی بايد د دغه هېواد کانګريس ته دېرش ورځې دمخه خبر ورکړي.

که څه هم طالبانو په افغانستان کې د قرآن د سپکاوي د پېښې او د يو امريکايي سرتيرې لخوا د ملکي خلکو د وژل کېدو وروسته د د امريکا سره د مذاکراتو مېز پرېښود، وروستی برسېره شوی پلان ښيې چې د امريکا حکومت لا هم د خبرو اترو لار غوره بولي تر څو د افغانستان لانجه حل شي او ددوی سرتېري زر تر زره خپل هېواد ته ستانهٔ شي.

ورته مطالب