د پاکستان لومړى وزير په سمبوليک قيد محکوم شو

گيلاني د انځور حقوق BBC World Service
Image caption لومړى وزير گيلاني لومړنى برحاله پاکستانى چارواکى دى چې محکمه يې پر قيد محکوموي

د پنجشنبه په ورځ( د اپريل ٢٦) د پاکستان لومړى وزير يوسف رضا گيلاني په اسلام اباد کې سترې محکمې ته وربلل شو.

د سترې محکمې اوو قاضيانو ښاغلى گيلاني په دې تورن کړ چې گواکې د محکمې سپکاوى يې کړى دى.

دۀ ته وويل شول چې د محکمې د پريکړو درناوى او عمل يې پرې نه دى کړى.

قاضيانو په سمبوليک ډول لومړى وزير تر هغو پر قيد محکوم کړ چې د سترې محکمې قاضيان د دۀ د قضيې لپاره په محکمه کې حاضر وو.

د قاضيانو له پورته کېدا او تلو سره سم د لومړي وزير قيد بشپړ شو.

دا د پاکستان په تاريخ کې لومړى ځل دى چې يو بر حاله لومړى وزير د محکمې د سپکاوي په تور په قيد محکوميږي.

دا په دغه ډول قضيو کې تر ټولو کمه سزا ده.

سترې محکمې په خپله پريکړه کې وويل چې لومړى وزير په لوى لاس د محکمې پريکړه له پامه غورځولې او په دې توگه يې د محکمې سپکاوى کړى دى.

د پاکستان سترې محکمې په خپله پريکړه کې دا هم زياته کړه چې د لومړي وزير عمل د دې سبب شوى چې په پاکستان کې د انصاف بهير زيان وويني او محکمه په کې سپکه شي.

محکمې د پاکستان د ملي شورا د غړو د نا وړتيا په برخه کې د اساسي قانون د ٦٣ اې ون جې مادې ذکر هم وکړ او ويې ويل چې لومړى وزير د دغې مادې ترمخه د ملي شورا د څوکۍ له حقه هم محروميدلاى شي.

خو محکمې د ولسي جرگې له ريسې دا نه دې غوښتي چې په دې برخه کې کار وکړي.

ورته مطالب