د بن لادن کورنۍ سعودي ته واستول شوه

Image caption د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن تیرکال د پاکستان په ایبټ آباد ښار کې ووژل شو.

پاکستاني چارواکو د اسامه بن لادن کونډې او ماشومان سعودي عربستان ته واستول.

دوی د اسامه بن لادن له وژل کیدو ۱۱ میاشتې وروسته په یوې ځانګړې الوتکه کې د اسلام آباد له نړیوال هوايي ډګر نه د شپې په تیاره کې سعودي عربستان ته واستول شول.

د پاکستان دولتي تلويزيون ویلي چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د اسامه بن لادن د کورنۍ د غړو په غوښتنه هغوی سعودي عربستان ته واستول.

د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن تیرکال د مې د میاشتې په دوهمه نیټه د پاکستان په ایبټ آباد ښار کې د امریکايي ځواکونو له خوا ووژل شو.

له هغه وروسته پاکستاني چارواکو د اسامه بن لادن د کورنې غړي د پوښتنو ګرویږنو لپاره ونیول.

د دوی له ډلې پنځو بالغو ښځو ته په پاکستان کې د غیرقانوني اوسیدو له امله د ۴۵ ورځو بند جزا ورکړل شوې وه چې دغه موده تیره اوونۍ پوره شوه.

د اسامه بن لادن د کورنۍ غړي چې درې کونډې، دوه بالغې لورګانې او نور ماشومان په کې شامل دي په اسلام آباد کې په یوه کور کې ساتل کیدل.

کله چې له دې کوره دوی د هوايي ډګر په لور لیږدول کیدل سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو.

ورته مطالب