د لابیریا پخوانی ولسمشر د بشریت پرضد کړنو محکوم شو

د انځور حقوق AFP
Image caption ډیرو خلکو چې په هغو جګړو کې زیانمن شوي او یا یې خپل عزیزان له لاسه ورکړي ویلې عدالت ترسره شو.

هغې محکمې چې د ملګرو ملتونو له خوا یې ملاتړ کیده د لابیریا پخوانی ولسمشر چارلیس ټیلر محکوم کړ چې د بشریت پرضد یې له جرمونو، وژنو، جنسې تیریو او ترهګرې سره مرسته کړې ده.

په هاګ کې محکمې وویل چې ښاغلي ټیلر په ۱۹۹۰مې لسیزې کې په ګاونډي سیرالیون د انقلابي متحدې جبهې د یاغیانو ملاتړ کړی دی.

هغه مهال چې په سیرالیون کې خونړۍ جګړې روانې وې.

ښاغلي ټیلر ته به راتلوونکې میاشت جزا ورکړل شي.

د لابیریا په پلازمینه کې د ښاغلي ټیلر یوه پلوي چې د نوم له اخیستلو یې ډډه کړې د محکمې پریکړه وغندله او بي بي سي ته یې وویل

"سیاسي قضاوت زما مخه نه شي نیولای.موږ پوهیږو چې دغه ډول محکمې د ټوني بلیر او جورج بوش له خوا جوړې شوې دې موږ پوهیدو چې هغوی به د لابیریا د خلکو پرضد نن همداسې یوه پریکړه کوي.

موږ به یې په قانوني بڼه وڅارو خو په ټوله کې موږ ښاغلي ټیلر ته وايو چې موږ درسره ولاړ یو. یوازې مرګ کولای شي چې موږ له ښاغلي ټیلر نه جلا کړي".

په همدې حال کې د سیرالیون د کورنیو جګړو قربانیانو د محکمې د پریکړې هرکلې کړی چې د لایبریا پخوانی ولسمشر چارلیس ټیلر یې د کورنیو جګړو پرمهال له هغو جرمونو سره په مرستې محکوم کړی چې د بشریت پرضد د یاغیانو له خوا ترسره شول.

ډیرو خلکو چې په هغو جګړو کې زیانمن شوي او یا یې خپل عزیزان له لاسه ورکړي ویلې عدالت ترسره شو.

په همدې حال کې د بشري حقونو ډلې هم وايي چې له قانونه څوک پورته نه دی.

ورته مطالب