واشنګټن وايي القاعده د ۱۱/۹ په څېر بریدونو زور نه لري

د انځور حقوق
Image caption امریکا وايي القاعده د ۲۰۰۱ د سپتمبر د پېښو په څېر بریدونو ته کافي سرچینې نه لري.

د امریکا استخباراتي چارواکو ویلي، چې د القاعدې شبکې "کابو له منځه تللې"؛ او دغه شبکه نورد ۲۰۰۱ د سپتمبر په څېر بریدونو توان نه لري.

د امریکا د ملي استخباراتو مرستیال رابرټ کاردیلو ویلي، د امریکايي حکومت کارپوهان په دې اند دي چې راتلونکی کال له کیمیايي، بیولوژیکي او اتومي وسلو د ګواښ احتمال لږ دی.

کاردیلو او ځینو نورو امریکايي چارواکو- د خپلو نومونو د نه ښودلو په نیت- د خبریالانو یوې تیلې فوني غونډې ته ویلي، چې د اسامه بن لادن تر وژنې وروسته القاعده "ډېره کمزورې" شوې ده.

دغه امریکايي استخباراتي چارواکي دا هم ویلي، چې "القاعدې هڅه کوله چې د عربي نړۍ له پسرلي او بدلونونو د ځان په ګټه فعالیتونه وکړي، خو داسې ونه شول. "

د ګواښ سرچینې

چارواکو ویلي چې د امریکا متحده ایالتونه په دې اند دي چې د القاعدې پلوي ډلې لاهم د امریکا د ګټو لپاره لوی ګواښ جوړولی شي.

امریکایان دا ټینګار هم لري چې په عربي نړۍ، په تېره بیا یمن کې د القاعدې شبکې ډله تر نورو هغو ډېره خطرناکه ده، چې د امریکايي چارواکو په وینا په تېرو ۱۸ میاشتو کې یې د امریکايي اهدافو پرضد د خپل وس بریدونه کړي دي.

دوی دا ادعا هم کړې ده، چې د یمن القاعدې ډلې د امریکايي الوتکو د الوځولو ډېرې هلې ځلې کړې دي.

او په عراق کې هم د القاعدې له شبکې امریکا خپله اندېښنه ښودلې او هغه یې لاهم "ویجاړوونکې ډله" بللې ده.

دوی وايي د عراق له القاعدې سوریې ته د خپل نفوذ او بریدونو د لېږد وېره شته.

خو امریکايي استخباراتو په مراکش کې القاعدې پلوه ډله، چې اصلي مرکز یې په شمالي افریقا کې دی، جرمي ډله بللې ده.

دوی وايي چې دغه ډله تر ډېره د پیسو د موندلو په موخه د لوېديځوالو په تښتولو تمرکز کوي.

د خبریالانو تیلې فوني وینا ته امریکایي ویناوالو د سومالیا "الشباب المجاهدین" ډله هم خطرناکه بللې ده، چې په وینا یې په لوېډيځ کې د نویو ترهګرو د ګمارلو هڅې کوي.

ورته مطالب