سوريې ته پر لار له وسلو ډکه بېړۍ ونیول شوه

د انځور حقوق AP
Image caption ليبيايي چارواکي په ټينگه د سوريې د ياغيانو ملاتړکوي او باور دى چې دغه وسلې هم هغوى ته ليږدول کېدې.

د لبنان سمندري ځواکونو يوه بېړۍ نېولې چې د سوريې حکومت مخالفو ته يې وسلې لېږدولې.

د لطف الله دوهمې په نامه دغې بيړۍ چې د وسلو له بېلا بېلو ډولونو او چودېدونکو توکو ډک درې کانټينرونه په کې بار وو، د رپوټونو له مخې يې خپل يون له ليبيا پيل کړى و.

بېړۍ د مصر په اسکندريه بندر کې له تمېدو وروسته د لبنان په شمال کې طرابلس بندر ته روانه وه چې لبناني ځواکونو ودروله او موندل شوې وسلې يې ولکه کړې.

ليبيايي چارواکي په ټينگه د سوريې د ياغيانو ملاتړکوي او باور دى چې دغه وسلې هم هغوى ته لېږدول کېدې.

د لبنان شمالي سيمه د سوريې د حکومت مخالفو د ملاتړ غولى دى او سوريايي چارواکو په وار وار شکايت کړى چې له دغې سيمې نه حکومت مخالفو ته وسلې قاچاق کېږي.

په داسې حال کې چې د ملگرو ملتونو له له لوري د اوربند څارنې ماموريت لپاره ټاکل شوى نوى قوماندان سوريې ته په لاره دى له هغه هېواده د تاوتريخوالي رپوټونه هم رارسېدلي دي.

د سوريايي رسنيو د رپوټونو له مخې ياغيانو په يوه بندري سيمه کې چې په ربړي کوچنيو بېړيو کې يې ځانونه سمندرغاړې ته رسولي وو پر امنيتي ځواکونو بريدونه کړي چې دواړو غاړو ته هم په کې مرگ ژوبله اوښتې ده.

دمشق ته څېرمه يو کلى هم د امنيتي ځواکونو له لوري په نښه شوى چې په کې گڼه مرگ ژوبله اوښتې ده.

ورته مطالب