بان کي مون وايي برما دې د بدلون لپاره یوموټی شي

بان کي مون د انځور حقوق BBC World Service
Image caption دا برما ته د یوه جګپوړي دپلومات وروستی سفر دی.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون د یکشنبې پر ورځ برما ته له رسېدا وروسته حکومت د لانورو دیموکراتیکو اصلاحاتو راوستو ته هڅولی دی.

نوموړي د برما پارلمان ته په یوه کم سارې وینا کې وویل ولسمشر او د مخالفینو مشره د بدلونونو په راوستلو وستایل.

هغه له ولسمشر تین سین سره د لیدو پرمهال وویل، وروسته به د مخالفینو له مشرې آنګ سون سوچي سره هم وویني.

نوموړی به د خپل درې ورځني سفر په اوږدو کې د ټلوالې له مشرې آنګ سن سوچي سره هم وګوري.

دا برما ته د یوه جګپوړي دپلومات وروستی سفر دی.

د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسؤوله کاترین اشتون هم په تېره شنبه برما ته تللې وه، او هلته یې د خپل سیاسي استازولۍ د پرانیستو اعلان وکړ.

آغلې اشتون وویل، په رانګون کې دا نوی دفتر به تر ډېره په کلیوالي سیمو کې د پانګونې، تجربو شریکولو او د مرستو د پروګرام پر څرنګوالی څارنه کوي.

بان کي مون بیا برما ته له رسېدا شېبه وړاندې ویلي، چې "نړۍ ته یوه بله دریڅه ورپرانیزو."

د بندیزونو ځنډول

بان کي مون تر دې وړاندې په ۲۰۰۹ کال برما ته تللی و، چې د نوبل جایزې له ګټونکې انګ سون سوچي سره لیدو ته پرېنه ښودل شو.

هغه مهال آغلې سوچي بندي وه، چې تر ۱۵ میاشتو بند وروسته خوشې شوه.

بان خپل مخکنی سفر "مهم، خو له ستونزو ډک" بللی و.

خو تمه ده چې راتلونکې سه شنبه به پان کي مون له آغلې سوچي سره وګوري.

د ویلو ده چې اروپايي اتحادیې تېره اوونۍ د یوه کال لپاره پر برما د ناپوځي بندیزونو لګول وځنډول.

دوی د بندیزونو ځنډول په برما کې د "مهمو بدلونونو" راوستل په ګوته کړل.

په رانګون کې د بي بي سي خبریاله راشپیل هاروي وايي، د بان دغه سفر له برما سره د نړیوالې ټولنې د همغږيتوب او نژدېوالي په مانا دی.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption بان کي مون وویل چې بدلون لاره ستونزمنه ده، خو بېرته شاتګ لاډېر له کړاوه ډک دی.

هاروي زیاتوي، لوېديځ حکومتونه برما کې په سمه توګه د وضعیت د مهارولو ټینګار کوي، خو په څنګ یې احتمالي پانګونه هم په نظر کې ده.

لس ورځې وړاندې د برما ولسمشر تین سین جاپان ته د خپل پنځه ورځني سفر پر مهال ویلي وو چې د جاپان له لومړي وزير سره پر برما د جاپان د پورونو په اړه غږېږي.

په توکيو کې له غونډې وړاندې تين سين وويل برما چې په ميانمار مشهوره ده له جاپان سره د لويو سوداګريزو اړيکو ته لېواله ده.

ورته مطالب