کینیا کې پر کلیسا برید مرګ ژوبله اړولې

کینیا د انځور حقوق BBC World Service
Image caption سومالیا ته د کینیايي ځواکونو تر ننوتلو وروسته په کینیا کې بریدونه ډېر شوي دي.

د کینیا په نایروبي کې پر یوې کلیسا د عیسوي مراسمو پرمهال لاسي بم غورځول شوی، چې لږترلږه یو کس یې وژلی او لس نور یې ټپیان کړي دي.

یوه کیني چارواکي ویلي لاسي بم د یکشنبې د عیسوي مذهبي مراسمو په ترڅ کې اچول شوی.

دغه برید د هغو بریدونو له لړۍ څخه دی، چې په تېر اکتوبر کې سومالیا ته د کینیايي ځواکونو تر ننوتلو وروسته پیل شوي دي.

په نایروبي کې د امریکا سفارت ته هم د ترهګریز برید ګواښ شوی و.

همداشان په دغه هېواد کې پر ځینو حکومتي ودانیو او هوټلو هم د برید ګواښونه شوي.

د سومالیا الشباب سخت دريځې ډلې، چې له القاعدې شبکې سره تړاو لري، سومالیا ته د کینیايي ځواکونو د لېږلو په غبرګون کې کینیا ته د سختو بریدونو ګواښونه کړي.