په سیول کې د لیډي ګاګا کانسرټ ''یوازې د لویانو لپاره''

لیډي ګاګا د انځور حقوق Getty
Image caption مظاهره کوونکو ګاګا ''بد اخلاقه'' بللې چې په وینا یې د زلمیانو د بې لارې کولو هڅې کوي.

امریکايي سندرغاړې ''لیډي ګاګا'' د خپل نوي سندريز البوم ''دا ډول وزیږېدم'' په نامه البوم مشهورولو لپاره د سوېلي کوریا پلازمېنه سیول کې د سندریز جشن لپاره چمتووالی نیولی دی.

هغې خپل دا سفر له سوېلي کوریا پیل کړی دی، چې وايي هلته به د ''یوازې د لویانو لپاره'' په نامه یو کنسرټ جوړ کړي.

دغه سندریز جشن ته ګڼو ورغلو مینه والو کټ مټ د ګاګا په څېر کالي اغوستي وو.

د روانې وړاندې په لومړیو کې سیول د هغو لاریونونو شاهد و، چې له چارواکو یې دغه جشن ته د بالغو کسانو پر ورتګ بندیز لګولی و.

مظاهره کوونکو ګاګا ''بد اخلاقه'' بللې چې په وینا یې د زلمیانو د بې لارې کولو هڅې کوي.

ګڼو مسیحي ډلو هم ددې پروړاندې احتجاح کړی و.

د ''د لیډي ګاګا د کانسرټ ضد مدني شبکه'' په نامه یوې ډلې ویلي چې ددې امریکايي سندرغاړې سندرې ''تر حد ډېرې بې لارې کوونکې دي.''

په پام کې ده چې دغه امریکايي سندرغاړې د راتلونکۍ مۍ پر دویمه په هانګ کانګ کې هم ورته سندریزه مېله وکړي.

ورته مطالب