سعودي وايي د اسامه کورنۍ ته یې د زړه سوي له کبله ځای ورکړ

د اسامه د کورنۍ ځینې غړي د انځور حقوق
Image caption خبري سرچینو د تېرې یکشنبې پر ورځ د یوه سعودي جګپوړي چارواکي په حواله ویليو چې سعودي چارواکو "له پاکستانه سعودي عربستان ته د اسامه بن لادن د کونډو او یتیمانو د لېږد غوښتنه منلې ده."

د سعودي عربستان یوې سرچینې ویلي چې د القاعدې شبکې د بنسټګر اسامه بن لادن کورنۍ د تېرې پنجشنبې پر ورځ سعودي عربستان ته رسېدلې ده.

سرچینه زیاتوي، چې دغه کورنۍ له پاکستانه په یوه ځانګړې الوتکه کې سعودي ته رسېدلې ده.

دوی وايي چې د شرعي اصولو او انساني زړه سوي پربنسټ یې د اسامه کورنۍ ته ځای ورکړی دی.

د سعودي رسمي خبري رسنۍ ویلي، "دا چې د بن لادن کورنۍ په سعودي عربستان کې د اوسېدو غوښتنه کړې ده، سعودي ورته پخپله خاوره کې د اوسېدو او سفر امکانات برابر کړي دي، چې د تېرې پنجشنبې پر ماښام یې د بن لادن کورنۍ ځینو غړو پر هوايي ډګر هرکلی وکړ."

سرچینه وايي "د سعودي عربستان حکومت د اسامه له یتیمانو او کورنۍ سره د انساني او شرعي اصولو له مخې معامله کړې، او هېڅ داسې دلایل او ثبوت نه شته، چې ګني دغه کسان دې په جرمي او یا ناقانونه کړنو کې لاس ولري."

خبري سرچینو د تېرې یکشنبې پر ورځ د یوه سعودي جګپوړي چارواکي په حواله ویليو چې سعودي چارواکو "له پاکستانه سعودي عربستان ته د اسامه بن لادن د کونډو او یتیمانو د لېږد غوښتنه منلې ده."

د انځور حقوق epicture
Image caption د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن تیرکال د پاکستان په ایبټ آباد ښار کې ووژل شو.

د یمن ناحکومتي "هود" ډلې رییس د تېرې جمعې پر ورځ وویل چې د اسامه د کورنۍ غړي له پاکستانه تر ایستل کېدا وروسته سعودي ته رسېدلي، چې په دوی کې یې یوه یمنۍ ښحه له خپلو پنځو اولادونو او ورور سره ده.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت مخکې ویلي وو، چې د اسامه درې واړو کونډو – چې دوه یې د سعودي او یوه یمنۍ دي- له خپلو لسو اولادونو سره د تېرې پنجشنبې پر ورځ د اسلام اباد له هوايي ډګره په یوه ځانګړې الوتکه کې سعودي ته ولېږدول شول.

د ویلو ده چې پاکستان کې ددغو کونډو تر لس میاشتني بند وروسته، پر دغو کونډو پاکستاني قضا په دغه هېواد کې د ناقانونه اوسېدو په تور د ۴۵ ورځو بند فیصله کړې وه، چې دغه موده څو ورځې مخکې پای ته ورسېده.

د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن تیرکال د پاکستان په ایبټ آباد ښار کې ووژل شو.

ورته مطالب