سعودي له قاهرې خپل سفیر ورغوښتی دی

قاهره کې د سعودي سفارت د انځور حقوق Reuters
Image caption مظاهره کوونکي له څو ورځو راهیسې قاهره کې د سعودي سفارت مخې ته لاریون کوي.

سعودي عربستان له مصر خپل سفیر وروسته تر هغه ورغوښتی، چې تېره اوونۍ یې سعودي یو مصری قانون پوه ونیوه.

ددغه وکیل تر نیول کېدا وروسته مصري لاریون کوونکي په قاهره کې د سعودي سفارت مخې ته راټول شول، چې د سفارت د بندېدو لامل وګرځېد.

سعودي عربستان ویلي چې له قاهرې یې خپل سفیر احمد عبدالعزیز قطان د سلا مشورو لپاره ورغوښتی دی.

د سعودي سفیر په قاهره کې بي بي سي ته ویلي، چې ریاض ته د مشورو لپاره ورغوښتل شوی دی، او د سفارت چارې یې د لنډمهال لپاره تړلې دي.

پر همدې مهال، د سعودي یوې بلې رسمي سرچینې ویلي، چې سعودي د مصر په قاهره کې خپل سفارت او په اسکندریه او سویس کې یې خپلې کونسلګرۍ تړلې دي.

د سعودي خبري رسنیو ویلي، دا ګام یې مصر کې د سعودي دپلوماتانو پرضد د مظاهرو له کبله پورته کړی دی.

د لاریون کوونکو له منځه د بشري حقونو فعالینو او د پوهنتون محصلینو له څو ورځو راهیسې قاهره کې د سعودي سفارت مخې ته سعودي کې د مصري قانون پوه احمد الجیزاوي د نیولو پرضد لاریون کړی دی.

سعودي ښاغلی الجیزاوي "د سعودي پاچاهۍ ته په سپکاوي" تورن کړی دی.

نشه يي توکي

مظاهره کوونکو د ښاغلي الجیزاوي د سم لاسي خوشي کولو غوښتنه کړې ده.

الجیزاوي ته په غیاب کې د سعودي محکمې له خوا د یوه کال بند پرېکړه نه ده اورول شوې.

د الجیزاوي ښځې ویلي، چې میړه ته یې د شلو درو وهلو پرېکړه هم اورول شوې ده.

د انځور حقوق AFP
Image caption سعودي ویلي چې سفیر یې له قاهرې د سلا مشورو لپاره ورغوښتی دی.

په مقابل کې، مصري رسنیو قاهره کې د سعودي سفارت په وینا ویلي چې الجیزاوي شاهي نظام ته د سپکاوي په تور نه دی نیول شوی.

ویناپاڼه کاږي، چې الجیزاوي د هغو تورونو له کبله نیول کېدا وروسته پوښتل کېږي، چې وايي د نشه يي توکو په منځ کې یې سي ډي ګانې اچولې وې.

د سفارت حقوقي سلاکار د الجیزاوي په حق کې د درو پرېکړه رد کړې.

د مصر د بشري حقونو سازمان ویلي چې الجیزاوي سعودي عربستان کې د نیول شوو مصریانو د حقونو د غوښتلو په تور نیول شوی دی.

الجیزاوي ویلي چې په سعودي عربستان کې لسګونه مصریان نیول شوي دي.

ورته مطالب