سوریه کې چاودنو ۲۰ کسان وژلي

سوریه
Image caption د سوریې خبري اژانس (سانا) ویلي، دواړه چاودنې د ادلب ښار په منځ کې شوې، چې له ترکیې سره ګډه پوله لري.

د سوریې په شمال لوېديځ ادلب ښار کې پر امنیتي بنسټونو بریدونو کې لږترلږه شل کسان وژل شوي دي. چارواکو ددغو بریدونو پړه پر ''ترهګرو'' اچولې ده.

همداراز په دمشق کې پر مرکزي بانک هم برید شوی.

برتانیا مېشتې د سوریې د بشري حقونو ټولنې ویلي چې ''دوو ودانیو ته نژدې چاودنې شوې، چې یوه یې پوځي استخباراتو ته څېرمه وه او بله یې د استخباراتو اړوندې هوايي ځواک ودانۍ ته نژدې وه.''

سرچینې ډېری وژل شوي پوځيان ښودلي دي.

خو رسمي رسنیو ویلي چې په وژل شوو کې اته کسان پوځيان دي، او ولسي وګړي هم ژوبل شوي دي.

د سوریې خبري اژانس (سانا) ویلي، دواړه چاودنې د ادلب ښار په منځ کې شوې، چې له ترکیې سره ګډه پوله لري.

دغه اژانس ویلي ''یو ترهګریز برید په هنانو سیمه او بل د ادلب ښار په کارلتون سړک شوی دی، چې دواړو مرګ ژوبله لرله.''

د چاودنو لړۍ

په دمشق کې د بي بي سي خبریال عساف عبود وايي، له تېرې یکشنبې شپې راهیسې د تاوتریخوالي کچه ډېره شوې، چې تر ټولو لویه چاودنه دمشق کې مرکزي بانک ته څېرمه وه.

سوري تلوېزیون ویلي، دا برید هغو کسانو کړی، چې به یوه ګاډي کې راغلل او تر برید وروسته وتښتېدل.

چارواکو ددغو بریدونو پړه پر وسله والو ترهګرو واچوله.

څارونکي

بل خوا، د پنځو مصري او بنګلادیشي څارونکو په اضافه کېدو سره، سوریې ته د ملګرو ملتونو د استول شوو څارونکو شمېر ۲۰ ته رسېدلی دی.

تمه ده چې د څارونکو شمېر به یوه ورځ وروسته تر ۳۰ ورسېږي، چې مشري یې جنرال رابرټ مود په دمشق کې کوي.

د انځور حقوق AFP
Image caption جنرال رابرټ مودوايي: ''له ټولو خواوو سره به د پلان په عملي کولو کې په ګډه کار کوو، یوازې څارونکي ټولې ستونزې نه شی حل کولی، ټولې غاړې باید اوربند وکړي.''

ښاغلي مود په سوریه کې د نړیوالې ټولنې د استازي کوفي عنان د پلان د تطبیق په موخه ښکېلې غاړې اوربند ته بللې دي.

جنرال مود ویلي: ''ټولې غاړې اوربند ته رابولم، موږ باید د وسله وال تاوتریخوالي مخه ونیسو، چې په دې سره به د کوفي عنان پلان عملي کړای شي.''

نوموړی زیاتوي ''د کوفي عنان شپږ ماده ییز پلان لپاره به په ګډه کار کوو، سوري حکومت هم ددغو ټکو د عملي کولو ژمنه کړې ده.''

مود وايي: ''له ټولو خواوو سره به د پلان په عملي کولو کې په ګډه کار کوو، یوازې څارونکي ټولې ستونزې نه شی حل کولی، ټولې غاړې باید اوربند وکړي.''

ورته مطالب