د نتنیاهو پلار په ۱۰۲ کلنۍ له نړۍ وکوچېد

بن صهیون او نتنیاهو د انځور حقوق Getty
Image caption بن صهیون د بنیامین نتنیاهو په ګډون درې زامن لرل، چې یو یې په ۱۹۷۶ کال کې ووژل شو.

د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له دفتره خپره شوې ویناپاڼه وايي، چې د نتنیاهو پلار او ښی اړخی تاریخ لیکونکی ''بن صهیون'' د ۱۰۲ کالو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې دي.

بن صهیون نتنیاهو د یهودي تاریخ یو مشهور استاد او "د سامیانو د برابرښت" د قضیې یو کارپوه و.

بن صهیون نتنیاهو د پولنډ پلازمېنه وارسا کې زیږېدلی او او په ۱۹۲۰ کال یې کورنۍ فلسطين ته کډه شوې ده.

بن صهیون په ۱۹۴۴ کال له تسیلا سره واده وکړ، چې د بنیامین نتنیاهو په ګډون یې درې زامن پیدا شول (بنیامین، ایدو او یوني).

په دوی کې مشر یوني و، چې په ۱۹۷۶ کال د یوګندا په عنتیبي کې د بندیانو د خلاصون په عملیاتو کې ووژل شو.

بن صهیون د "سم شوی صهیونیزم" په نامه ډلې له بنسټګر او سخت دریځه ښي اړخي زییف جېبوتنڅکي سره ژوره اړیکه لرله.

له دغه ګوند څخه بیا وروسته د "لیکود" ښی اړخی ګوند جلا شو، چې صهیون یې ټیک ۳۰ کاله مرستیال پاتې شو.

بن صهیون پر خپل زوی نتنیاهو، د هغه د واکمنۍ پرمهال (۱۹۹۶ او ۲۰۰۰) له دې کبله نیوکه کوله، چې ولې یې اسراییلي پوځيان د لوېديځې تراډې له 'الخلیل' ښاره په نسبي ډول راوایستل.

بن صهیون له هغو ښي اړخو مفکرینو و، چې په ۲۰۰۵ کال یې له غزې تراډې د اسراییلي پوځيانو د رایستلو پروړاندې کلک درېدلی و.

ورته مطالب