اقتصادی ګټې پر سیاسي کړکېچ پرده اچولی شي؟

د انځور حقوق AP
Image caption بېجينک او واشنګټن دواړه د هر بل وخت پر پرتله يو بل ته اړتيا لري

د چين له کورنيو ستونزو يوه هم د کورنۍ جوړونې پلانيزه تګلاره ده. که دغې تګلارې له يوې خوا تر ډېره د چين د وګړيو زياتېدا کنټرول کړې، له بلې خوا يې په دغه هېواد کې ګڼې ټولنيزې ستونزې هم زېږولې دي.

چن ګوانګ چنګ له همدې امله په نړيواله کچه شهرت موندلی چې د چين کورنۍ جوړونې پلانونو په اړه يې له ترخو واقعيتونو پرده پورته کړې ده.

ښاغلی چن لومړی ځل هغه مهال وځلېد، چې په ۲۰۰۵ کال کې يې يوه قضيه راپورته کړه. ده په دې قضيه کې د چين ختيځ شاندونګ ولايت په ليني ښار کې چارواکي په دې تورن کړل چې ګواکې ښځې په ناوخته ماشوم غورځونې او شنډوالي مجبوروي.

په ۱۹۴۹ کال له خپل جوړښت راهيسې چين د يو ګونديزې واکمنۍ په سيوري کې په تېرو څه د پاسه ۶۰ کلونو کې بېلابېل پړاوونه وهلي.

په ۱۹۷۸ کال د هغه بدلون راهيسې چې چين يې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلاره بولي، دغه هېواد پر اقتصادي ډګر هسګ ګامونه پورته کړي، خو په سياسي ډګر کې بيا لا تر اوسه هم ژورې ستونزې لري.

چين وايي دوی ډيموکراتيک او سياسي اصلاحات راولي، خو دا به پړاويز وي، او د چين له ټولنې او طبيعت سره به سمون لري.

خو بشري حقونو او د وينا ازادۍ تل د چين او لوېديځ ترمنځ لانجې او ناندرۍ ګرمې ساتلي دي.

پر سياسي مخالفانو سربېره چې وخت تر وخته يې د بېجينګ د واکمنۍ بڼې ته ګوته نيولې او د خلکو له ناخوالو يې پرده پورته کړې، د تبت او شينجيانګ سيمو په څېر د چين لږکيو ستونزې هم کمونست واکمنو ته سرخوږی جوړ کړی دی.

د چن لانجه

خو د چن ګوانګ چنګ لانجې يوه بېله بڼه درلوده. تېر کال د مخور چينايي هنرمند ای وی وی بندي کونې پر نړيواله کچه نيوکې راوپارولې، په داسې حال کې چې د تبتيانو له روحاني مشر دالايلاما سره به د لوديځ مشرانو کتنې بېجينګ په غوسه کاوه. خو مساله به سړه شوه او ډېره به نه غځېده.

د انځور حقوق Reuters
Image caption بشري حقونو او د وينا ازادۍ تل د چين او لوېديځ ترمنځ لانجې او ناندرۍ ګرمې ساتلي دي.

ښاغلي چن بيا په داسې وخت کې د امريکا سفارت ته پنا وړې وه چې په بېجينګ کې د امريکا او چين ترمنځ د لوړې کچې خبرې کېدونکې وې. دوی د سټراټيژيکو او اقتصادي خبرو په څلورم پړاو کې سره کېناستل، چې د امريکا له لوري يې مشري د بهرنيو چارو وزيرې هېلاري کلېنټن او ماليې وزير ټېموتي ګېيټنر کوله.

دواړو خواوو غوښتل چې د ښاغلي چن مساله پر دغو خبرو منفي سيوری ونه غوړوي، نو ځکه يې له يادونې هم ډډه کوله. خو کله چې ښاغلی چن د امريکا له سفارته ووت، چين سملاسي د يوې اعلاميې په خپرولو غوسه څرګنده کړه، او له امريکايانو يې د بښنې غوښتنه کوله. خو کتونکي وايي دا هغه بڼه وه چې د چين حکومت غوښتل خپلو خلکو ته پرې ځان وښيي چې ګنې د امريکا پر وړاندې درېدلی دی.

داسې ښکاري چې د ښاغلي چن پر سر راپورته شوی کړکېچ لا پای ته نه وي رسېدلی، خو باوري خبره دا ده چې بېجينک او واشنګټن دواړه د هر بل وخت پر پرتله يو بل ته اړتيا لري. سوداګريزې ګټې دوی دې ته اړ کوي چې پر ډېرو ستونزو پرده راوکاږي.

امريکا لا تر اوسه له اقتصادي کړکېچ نه ده وتلې، او د چين اقتصادي وده هم د سږ کال په لومړيو کې ورو وه. نو دوی به هرومرو زيار باسي چې د دغه کړکېچ له لا ژورېدو ډډه وکړي.

ورته مطالب