په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د لندن د ښاروالۍ ټاکڼې

لندنوال نن (پنجشنبه د مى دريمه) د رايو مرکزونو ته ځي چې دغه ستر ښار لپاره ښاروال وټاکي. د لندن د ښاروالۍ ټاکنو ته پنځو کسانو ځانونه نومولي دي خو د واکمن محافظه کار گوند نوماند او د لندن د ښار اوسمهالى ( اوسنى) ښاروال بوريس جانسن، او د گار گوند نوماند او د لندن د ښار پخوانى ښاروال کېن لوېنگستن تر ټولو د مخه دي.

د لندن چې د نړۍ يو له سترو مالي او سوداگرييزومرکزونو څخه دى ارزښت ته په پام سره دغه ټاکنې هم خورا مهمې بلل کيږي.

د لندن د ښار اقتصادي، ترانسپورتي، پراختيايي او په لويه کې امنيتي چارې د ښاروال په واک کې دي.

لندن ميشتي افغانان دغو ټاکنو ته په کومه سترگه گوري او کوم مسايل ورته مهم دي؟ او د افغانانو رايه په دغو ټاکنو کې څومره ارزښت لري؟

Image caption لندن د نړۍ يو له سترو مالي او سوداگرييزومرکزونو څخه دى

لندن ميشتى افغان سوداگر مريد شفق

د يوۀ کارو باري کس په توگه ما ته زما د کاروبار په سيمه کې پېرودونکو ته د وړيا پارکينگ برابريدل، د ښاروالۍ د ماليې کميدل او پرسړکونو د پوليسو د گزمې زياتوالى مهمې موضوع گانې دي.

مېرمن سمر يوه لندن ميشته افغانه

د بسونو او اورگاډي د کرايو کميدل، د سړکونو رغول، د پوليسو د شمېر زياتيدل او د دولتي کورونو د ورکړې موضوع گانې ما ته د پام وړ دي.

مصطفى صافى لندن ميشتى افغان

زه د دغو نوماندانو پر ژمنو باور نه لرم، ځينې يې وړاندې هم پر دغې دندې پاته شوي خو داسې هېڅ څه يې نه دي کړي چې د پام وړ بدلون راشي نو زه په دغو ټاکنو کې خپله رايه نه کاروم.

سمسور فيض لندن ميشتى افغان او د يوۀ مخکښ نوماند د کمپاين د ډلې غړى

د افغانانو رايه په دې ټاکنو کې ډېر ارزښت لري کمپاين کوکونکي ته آن يوه رايه ډېره مهمه ده. د ټاکنو نوماند په دې فکر وي چې ښايې د دغه يوۀ افغان رايه ما ته برى په برخه کړي.

د يما بارز رپوټ .