امریکا د اسامه لیکونه خپاره کړل

اسامه د انځور حقوق AP
Image caption په خپرو شوو اسنادو کې دا نه دي راغلي چې له اسامه بن لادن سره د پاکستان حکومت يا پوځ مرسته کوله او که نه.

۱۷ داسې اسناد خپارۀ شوي دي چې د متحدو ايالاتو ځانگړو ځواکونو تير کال په ايبټ اباد کې د اسامه بن لادن د وژنې پر وخت ترلاسه کړي وو.

دغه ليکونه د شاوخوا ٦٠٠٠ اسنادو له ډلې دي چې امريکايي ځواکونو د اسامه بن لادن له کوره په پاکستان کې موندلي وو. په دې ليکونو کې دا بحث هم شته چې د القاعدې نوم بدل شي که نه او پر امريکا بريدونو ته دقت وشي او که نه.

په خپرو شوو اسنادو کې دا نه دي راغلي چې له اسامه بن لادن سره د پاکستان حکومت يا پوځ مرسته کوله او که نه.

په همدې اړه د امريکا د ملي امنيت شورا پخوانی غړی او د ولسمشر اوباما پخوانی سلاکار بروس ريډل وايي د ځينو دغو اسنادو په خپرولو کې امریکا يو ځرګند هدف لري.

نوموړی زياتوي چې له اسنادو ښکاري چې که څه هم القاعده بدله شوې خو خطر يې لا هم باقي دی.

د امریکايي پوځ څيړونکو چې دغه اسناد يې تر نظر تير کړي او خپاره کړي وايي دا ښيي چې اسامه بن لادن په نوره نړۍ کې د سميزو جهادي ډلو له فعاليتونو راضي نه وه.

دغه اسناد د اسمه بن لادن او القاعده شبکې هغ انځور وړاندې کوي چې واشنګټن يې نړۍ ته ښودل غواړي. د امریکا د استخباراتي ادارې سي ای اې کې د بن لادن د څانګې پخوانی مشر مايکل شوېیر وايي چې د امریکا ګټې همدا اجابوي چې بن لادن يو کمځوری مشر وښيي.

اسامه بن لادن د ژوند تر وروستيو شېبو په دې هڅه کې و چې د امريکا پر ضد د يوې لويې حملې پلان جوړ کړي تر څو د القاعده ډله لس کاله وروسته يو ځل بيا نړۍ ته ورپه زړه کړي

د ا خبره په هغو ۱۷ سندونو کې شوې چې د امريکا د دفاع وزارت د عامه کارونې لپاره پر ليکه کړي او وايي چې د اسامه بن لادن پورې يې اړه درلوده.

ويل کېږي چې يو کال مخکې په اېبټ آباد کې د امريکايي ځانګړو ځواکونو له خوا د اسامه بن لادن تر وژنې وروسته دهغه د استوګنځي څخه شاوخوا ۶۰۰۰ سندونه لاس ته راغلي چې اوس يې د امريکا حکومت د ګوتو په شمار سندونه د چاڼ نه وروسته خلکو ته وړاندې کوي.

ددغو اسنادو تر مخه، د نورو پلانونو تر څنګ، اسامه غوښتل چې د امريکا د ولسمشر اوباما حامله الوتکه رانسکوره کړي تر څو دده"ناچمتو" مرستيال جوزيف بايدن واک ته ورسي او امريکا د بحران سره مخ شي.

د سندونو په زړه پورې موضوع د القاعده د مختلفو څانګو څخه د اسامه بن لادن نا هيلي او سرټکونه ده چې د ١٧٥ مخونو په دې سندونو کې څرګندېږي.

اسامه غوښته چې د القاعدې په فعاليتونو کې چټکټيا راولي او د سپټمبر د يوولسمې د پېښو د لسمې کليزې په مهال د غربي رسنيو په مټ القاعده يو ځل بيا ځان په نړۍ کې مطرح کړي

Image caption د سندونو په زړه پورې موضوع د القاعده د مختلفو څانګو څخه د اسامه بن لادن نا هيلي او سرټکونه ده چې د ١٧٥ مخونو په دې سندونو کې څرګندېږي.

د دې موخې لپاره نوموړي د خپل يو امريکايي سلاکار په مرسته د امريکايي او نورو لوېديځو رسنيو چاڼ هم پيل کړى و.

د اسنادو په حواله ، اسامه د خپلو ملګرو لخوا د شويو غلطيو ناخوښى و ان تردې چې يو وخت يې پردې هم مشوره کوله چې د خپلې ډلې نوم بدل کړي.

د رابرسېره شويو سندونو تر مخه، اسامه په مختلفو هېوادونو کې خپلو مرستيالو ته تل لارښوونه کوله چې د خپلو محدودو وسايلو څخه ، د مسلمانو حکومتونو د پرزولو ياهم د برطانيې په شان پر نورو "دښمنانو" د بريدونو پر ځاى د امريکا د راپرزولو لپاره کار واخلي.

اسناد دغه راز د بې پيلوټه الوتکو څخه د القاعده وېره انځوروي، او وايې چې اسامه په يو ليک کې د وزيرستان څخه د القاعده د زياتروغړو د ويستلو وړانديز کړى و.

دغه ليکونه د القاعده د لوړ پوړو چارواکو تر منځ د نظر اختلاف هم په ډاګه کوي.

د بېلګې په ډول د القاعده اوسنى مشر ايمن الظواهري اسامه ته وړانديز کوي چې د سوماليا د الشباب ډله په القاعده کې ور شامله کړي خو اسامه ددغه نظر سره علاقه نه وه ښودلې ځکه چې د ده له نظره د الشباب د ډلې مشري نامنظمه وه او دغه راز د اسلامي اصولو تطبيق يې ډېر تند لارى و.

د اسنادو تر مخه د القاعده د ځينيو غړو سره په نړۍ کې ددغه ډلې د شهرت په باره کې اندېښنې موجودې وې.

يو ليک چې د اسامه د يو نژدې ملګري لخوا ده ته استول شوى و وايي چې په اسلامي نړۍ کې ددغه ډلې ملاتړ د ښوئيدلو په حال کې دى و وړانديو يې کړيدى چې په اسلامي نړۍ کې فعاليتونه، که څه هم د امريکا پر ضد وي، ودرول شي.

د يادونې وړ ده چې په دغو اسنادو کې داسې مدارک نشته چې په مستقيم ډول د القاعده سره د پاکستان د حکومت خواخوږي ثابته کړي.

ورته مطالب