امريکا کې پر افغان تړون خوښي او اندېښنې

Image caption امريکاييان اندېښمن دي چې په افغانستان کې اداري فساد ډير شوى دى

د ولسمشرانو کرزي او اوباما ترمنځ لاسليک شوى تړون په امريکا کې د مثبتو غبرګونونو سره مخامخ شوى دى، خو په دغه تړون کې د شويو وعدو د عملي کولو په لار کې خنډونو يو شمېر اندېښنې راپارولى دي.

امريکايي رسنۍ، چارواکي او ولس د ستراتېژيک تړون په هکله خوشبين ښکاري او د ولسمشر اوباما د يوې لويې لاس ته راوړنې په توګه هغه ستايي، خو دوى وېره لري چې د افغانستان په حکومت کې موجود اداري فساد او د افغانستان د ملي اردو او پوليسو نه وړتيا ښايي د تړون د موخو پلې کول د ننګونو سره مخامخ کړي.

سياسي شننونکي دغه راز له تشويش سره انتظار باسي چې د دغه تړون په اړه د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو غبرګون وګوري.

امريکايي ولس چې د افغانستان د جګړې څخه ستړي شوى دی تر هر بل وخت زياته تلوسه لري چې سرتېري يې خپل هېواد ته ستانۀ شي .

دوى د ستراتېژيک تړون هرکلى کوي او هيله لري چې په دغه تړون کې شوې وعدې عملي بڼه غوره کړي او د امريکا په تاريخ کې تر ټولو اوږدې جګړې ته د پاى ټکى کېږدي.

دغه راز افغانستان ته د ولسمشر اوباما ناڅاپه سفر چې په ترڅ کې يې دغه تړون لاسليک شو په عمومي ډول په مختلفو کړيو کې د مثبت غبرګون سره مخامخ شوي دي.

په دې لړ کې د اوباما ستر سيال او د جمهوري غوښتونکو له خوا د ولسمشر نوماند ميت رامني هم له احتياطه ډک غبرګون ښودلى او د ولسمشر اوباما د سفر او د لاسليک شوي سند په هکله يې مثبت نظر څرګند کړى.

که څه هم د اوباما د کابل لنډ او پټ سفر په ستاينو بدرګه شو، ځينو امريکايي مشرانو لاهم پر هغه تور ولګاوه چې له دغه سفر څخه سياسي استفاده کوي او ګواکې دا يې د ټاکنيز کمپاين يوه کړۍ وه.

که څه هم د امريکايانو لپاره په دغه ټاکنيز کال کې اقتصاد او بيکاري تر ټولو لويې ستونزې بلل کېږي، خو د اوباما اداره هڅه کوي چې د اسامه بن لادن د تلين په پلمه امريکايانو ته د افغانستان جګړه ورپه زړه کړي، چې په دې لار کې تر اوسه ډېره بريالۍ برېښي.

ورته مطالب